1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي متحده اماراتو ته پر افغاني الوتکو بنديز نه لګول کيږي

۱۳۸۹ آذر ۱۴, یکشنبه

د تيرو دوو ورځو راپدي خوا لپاره د عربي اماراتو رسنيو داسي خبرونه خپاره کړي چي ډير ژر به عربي متحده اماراتو ته د افغاني الوتکو الوتني بندي سي.

https://p.dw.com/p/QQ4e
د کابل نړيوال هوايي ډگر
د کابل نړيوال هوايي ډگرانځور: DW

د مګړی د عربي متحده اماراتو دوبۍ، ابوظبۍ او شارجي ته افغان هوايي شرکتونه الوتني لري.

صافي، کام اير، پامير او آريانا هغه افغان هوايي شرکتونه دي چي اماراتو ته تګ را تګ کوي.

ځيني افغاني شرکتونه خو تقريباً د اونۍ هره ورځ او په ورځ کي دوه ځله اماراتو ته تګ را کوي.

د افغان هوايي شرکتونوپه تګ را تګ باندي په داسي حال کي د بنديزونو پريکړي کيږي چي ويل کيږي د دغو شرکتونو الوتکي زړې او په نړيوالو معيارونو ندي برابري.

څه موده د مخه په اروپا کي يوازني هيواد آلمان ته هم د الوتکو پر تګ بنديز ولګيدی.

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت وياند توريالی قلاتوال وايي چي تر اوسه افغان حکومت ته د اماراتو د دولت له لوري داسي کوم رسمي خبر ندی ورکړل سوي چي افغاني شرکتونه به د هغوی خاوري ته نه سي ورتلاي.

د قلاتوال وينا ده چي د مګړی افغان هوايي شرکتونه په نورمال ډول هره ورځ دوبۍ، شارجې، ابوظبۍ او حتي قطر او کويټ هيوادونو ته الوتني لري.

قلاتوال په کابل کي دويچه ويله ته وويل چي دوی يو شمير هغو ملکونو ته د افغاني هوايي شرکتونو د تګ را تګ د لاري په خلاصولو کار کوي چي دمګړی افغاني هوايي شرکتونه هلته له ورتګ څخه را ګرځول سوي دي.

ټاکل سوي چي ډير ژر د عربي متحده اماراتو دوهمه هوايي کرښه العربيه هم افغانستان ته خپلي الوتني پيل کړي.

دمګړی د دناتا په نامه د اماراتو يو بل شرکت افغانستان ته الوتني تر سره کوي.

د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته د آريانا سرکاري هوايي شرکت سربيره درو نورو شرکتونو هم په افغانستان کي پانګونه وکړه چي دمګړی آسيايي ملکونو ته الوتني کوي.

افغان دولت د هوايي ترانسپورت په برخه کي د دغو شرکتونو جوړيدل خپله يوه لويه لاس ته راوړنه بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل