1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عزيزالله لودين د ادارې فساد سره د مبارزي نوی مشر وټاکل سو

۱۳۸۹ بهمن ۳۰, شنبه

عزیز الله لودین چی یو مهال یی د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشري کوله نن د محمد یاسین عثمانې ځای ناستی وټاکل سو.

https://p.dw.com/p/R2Pz
انځور: picture-alliance/dpa

ښاغلي لودین د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل چی دی به هڅه وکړي د دغې ادارې د پخوانیو م شرانو په پلونو پل کیږدي. ادارې فساد هغه مسله ده چی په نړیواله کچه یی افغانستان بدنام کړی او د حکومت هڅي هم په دغه مبارزه کې تر اوسه کارنده ندي واقع سوي.

ځیني افغانان دغه بدلون د هغوي ولسي خلکو د شکایتونو په ځواب کې بولي چی وایي دوي په خپل ورځني ژوند کی ډیر لږ بدلون لیدلی دی، که څه هم افغانستان ته له ۲۰۰۱ کال را پدی خوا په ملیاردونو ډالر را روان دي. امریکا او د نړۍ ډیرو نورو ملکونو په تیرو لسوو کلونو کی د روغتیا، ښونې او روزنې، امنیت، ترانسپورت، بیارغاونې او نورو برخو کی په ملیاردونو ډالر مرسته کړي دي خو ډیری افغانان په ملکی ادارو کې د فساد له شتون څخه ځوریږي.


له ادارې فساد سره د مبارزی د ادارې نوي مشر د دوشنبي په ورځ په همدې اړه جوړه سوي غونډه کی وویل چی دی به هڅه وکړي په لومړي سر کې له فساد سره مبارزه له خپلې ادارې څخه پیل کړي. عزیز الله لودین ټینګار وکړ چې له فساد سره په روانه مبارزه کې د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال فهیم د مرستي ژمنه ورکړي او دی به هڅه وکړي چې د عامه پوهاوې له لاري دغه مبارزه په جدي توګه پر مخ بوزي. لودين پدې هکله وويل:

« هغه څه چی ما ته ډیر مهم دي له خلکو سره اړیکي دي، او خلکو ته باید پوهه ورکړو چی رشوت او فساد د اسلام د دین له اړخه منع دي او نه باید تر سره سي».

اوس د افغانسان دولت هڅه کوي چی د هغو بیلیونونو ډالرو په اړه څه نا څه حساب ورکړي کوم چی خلک یې له حکومت څخه په باب پوښتني کوي. د شفافیت نړیوال سازمان څو میاشتې دمخه په خپله یوه ارزونه کی افغانستان ته د فاسدو هیوادونو په نوم لړ کې دوهم ځای ورکړ.

دغه سازمان ویلي ول چی په هر دریو افغانانو کی دوو یی د خپلو اداري کارونو د خلاصون لپاره رشوت ورکړی او په موجود فساد کی د وزیرانو په کچه چارواکي هم ښکیل دي. خو تر اوسه پوري یو لوړ پوړی چارواکې هم د فساد او رشوت خورۍ په توګه ندی محاکمه سوی.

لودین چی د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو پر مهال د انتخاباتو د کمیسیون مشر وو د ناڅرګندو دلایلو له امله د ټاکنو د پایلو له اعلام وروسته سمدستي خپله دنده پریښوده. خو ښاغلی لودین وایې چې په پوره قوت به د فساد د لمنې په ټولولو او د خپلو مسلکي کارکونکو د ژوندانه په ښه کولو سره له ادارې فساد سره مبارزه وکړي.

نوموړي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چی د فساد کارانو له لاسه د خلاصولو په لاره کې به هرو مرو ورسره مرسته کوي. ده وويل:

«زه تر وروستۍ شیبې پوري تاسوته ډاډ درکوم چی مونږ به په هره بیه چي وي د فساد کارانو له لاسه د خلکو د ژغورولو لپاره هڅي وکړ او هغوي د رشوت خورو له منګولو خلاص کړو.»

نوموړی وویل چی دی به هڅه وکړي چی د فساد پر ضد مبارزي څارنه په دقیقه توګه تر سره کړي او یو لوړ پوړی حکومتي په فساد ککړ چارواکی به له قانون څخه پټ و نه ساتل سي.

د نړیوالو سازمانونو یو شمیر راپورونه کاږي چی اندیښنه سته چی له افغانستان سره د مرستو د ډیرو قرار دادونو پیسی د یاغیانو لاس ته لویږی کوم چی له حکومت سره په وسله وال مخالفت کی وسلې پورته کړي. عام افغانان پر داسي مهال د اداری فساد پر وړاندي د ادارو فعالیت ته د شک پر سترګو ګوري چی افغان دولت له اداري فساد سره ځانګړي ادارې ته نوی مشر وټاکه.

دا چی پر افغان حکومت د نړیوالو فشارونو سره سره او په کور دننه د فساد په ختمونو او محکمې ته پدې چار د لوړ پوړو دولتي ککړو چارواکو د را ښکلو په برخه کی به د دغه اداره په خپلو چارو کی څومره بریالی وي د وخت په تیریدو سره به په ډاګه شي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی