عزیز: حقاني شبکه په افغانستان کې ډیري منابع لري
۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبهامریکا متحد ایالات په افغانستان کې پر خپلو ځواکونو باندي د بريدونو په برخه کې حقاني شبکه گرم گڼي. د والستریت ژورنال د یوه رپوټ په حواله د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت مشاورې سوزان رایس، د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې پاکستاني چارواکو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د پاکستان میشت یاغیانو له خوا د بریدونو ترسره کیدل «په هیڅ صورت د منلو نه دي».
پر دې سربیره په راتلونکې کې د پاکستان له پوځ سره د امریکا متحدو ایالاتو په سونو میلیونه ډالر مرستې هم د حقاني ډلي پر ضد د اسلام آباد اقداماتو پوري تړلي دي.
خو د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاینمایر، سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، ویلي دي چې تیره میاشت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې په دې سیمه کې د حقاني شبکې ځالې له منځه تللې دي.
عزیر ویلي دي: «په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې بنسټونه چې د په لاس جوړو شویو بمونو فابریکې او همداراز د مواصلاتو برخه پکښې شاملي دي، له منځه وړل شوي دي.»
هغه وویل: «له دې کبله هغه څه چې اوس دغه شبکه په دې سیمه کې لري، په افغانستان کې د دې ډلي د امکاناتو په پرتله ډیر کم دي. زموږ څېړني ښيي چې د هغوی ظرفیت په افغانستان کې ډیر لوړ دی. ښايي د هغه څه په پرتله چې دوی یې دلته لري ۸۰ یا ۹۰ سلنه وي. د هغوی دغه امکانات هم زموږ د عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل کیږي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس د پاکستان په سفر بوخت دی وویل چې هغه د پاکستان له څیړنې سره موافق دی او ټینګار یې وکړ چې له ترهګري سره په مبارزه کې باید د پاکستان قربانۍ له پامه و نه غورځول شي.\
هغه وویل: «موږ د دې شاهدان یو چې د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو په ترڅ کې ستره قرباني ورکړې ده. زه د پاکستان پر هغه څېړني باور لرم چې پاکستان وایي د حقانی شبکه پاشل شوې ده.»