1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عصمت الله خلجی: د جدې غونډه په افغانستان کي د سولې لپاره مثبته ثابتېدلای شي

۱۳۸۹ اسفند ۱۴, شنبه

د سعودی عربستان په جدې ښار کې د اسلامي ملکونو د استازو او د تماس په نامه د یو شمیر اسلامي هیوادونو له لوري د جوړي سوي ډلي د غونډې په هکله د کارپوه عصمت الله خلجي سره د المان ږغ راډيو مرکه:

https://p.dw.com/p/R6ZU
د جدې ښار د مکه ولايت مشهوره ښار دی
د جدې ښار د مکه ولايت مشهوره ښار دی

دویچې ویلې : ښاغلی غلجی په جده کی د تماس ډله چی د اسلامي ملکونو استازي پکی ګډون کوي نن غونډه پیلوي ایا د دغسي غونډو جوړول به د افغانستان د لانجې د هوارولو لپاره موثر واقع سي؟

غلجی: تر ډیره بریده هو.

دا ځکه چی دغه عربي ملکونه په خاصه توګه امارات او سعودي عربستان له ډیرو کلونو راهیسي له طالبانو سره مالي اړیکي لري او د هغوي په سمبالولو کی یی هم کارنده رول لوبولی دی، نو که چیرته په طالبانو باندي له دغه اړخه د نوموړو ملکونو په مټ فشار واچول سي دا به ډیره بهتره وي چي هغوي د سولی له بهیر سره یو ځای سي.

دوېچې ویله: تاسو له طالبانو سره د سعودي عربستان د اړیکو خبري وکړي، ایا طالبان به د سعودي عربستان او د تماس د ډلي فشارونو او غوښتنو ته غاړه کیږدي؟

غلجی: دا نشو ویلای چی په لنډ مهال کې به دغه خبري اغیزمن توب ثابت کړي، بلکی په ټوله کی د دغسي ډول غونډو جوړول د افغانستان او ټولي اسلامي نړۍ په حالاتو اغیز لرلای سي.

دا په دی مانا چی که چیرته په صادقانه ډول په دغه غونډه کی د افغانستان د لانجې ټولي لاري چاري ولټول سي او په مناسبو حل لارو یی خبري وسي نو کیدای سي چی طالبان دې ته اړ باسي چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي.

دویچې ویله: طالبان کوم ځانګړی آدرس نه لري او نه یې هم مشران معلوم دي چی چیرته فعالیت کوي نو څرنګه کیدای سي چی د تماس ډلي غړي هیوادونه د افغانستان د حکومت په مرسته له هغوي سره د سیاسي روغي جوړي په لارو چارو بحثونه وکړي؟

غلجی:د تماس ډله په خاصه توګه د دغی ډلي یو شمیر هیوادونه لکه څرنګه چی یی ما مخکي یادونه وکړه لکه سعودي عربستان او عربي متحده امارات له ډیرو کلونو ر اهیسي د طالبانو له مشررانو سره اړیکي لري نو اوس هم کولای سي چی طالبانو سره اړیکي ونیسي او طالبانو ته هم تر ډيره بریده د باور وړ دي.

په ټوله کی اوس نړۍ په دې متقاعده سوي ده چی د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري او دې لانجې ته باید سیاسي حل لاره ولټول سي، داسي یوه حل لاره چی د جګړې ټولي ښکیلي غاړي پری سلا سي.

زه فکر کوم چی د غربي نړۍ تر سیاسي حل لارو د اسلامي هیوادونو له لوري د افغانستان لانجې ته د سیاسي حل لاری موندل به ډیره کارنده واقع سي او په څو کلونو کې به افغانستان ته سوله راسي.

مرکه کوونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی