1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: ملي اردو سرتيرو مرگ ژوبله لږ سوې ده

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي د لومړي ځل له پاره وويل چي له زور پالو سره په جګړه کې يې د سرتیرو د مرګ ژوبلي کچه را کښته شوې ده. خو پوښتنه داده چې په افغانستان کي مخامخ جگړه سته؟

https://p.dw.com/p/17Tuj
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه وزارت د شمیرو له مخي چې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴۷۹ پوځيان د ملک په بېلا بېلو برخو کې د زورپالو سره په مخامخ بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي ول په داسي حال کې چي د ۲۰۱۲ کال په همدې موده کې د وژل شویو سرتیرو شمیر ۴۶۳ تنه وه.

د وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۳۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سرتیرو د مرګ ژوبلي کچه۰اعشاریه ۹ سلنه راکښته شوې ده.

د عظیمي په خبره چې د سرتیرو مسلکي روزني او د مهارتونو لوړوالی د دې لامل شوی چې د دښمن سره په جګړو کې یې د تلفاتو شمیره را کښته شي:

«موږ اوس فکر کوو چې زموږ د سرتیرو وړتیا دومره لوړه شوې ده، چي په روان کال کې به دښمن ته زیات تلفات واړوو، ځکه د هغوی اقتصادي او فزیکي وړتیاويي تیرکال زموږ د سرتیرو له لوري سختي ځپل شوي او اوس هغوی پخوانی توان نه لري.»

د عظیمي د وینا له مخي چې د سرتیرو د مرګ ژوبلي کچه یې په داسي حال کې را کښته شوې ده، چې اوس مهال د  ټولو پوځي عملیاتونو اتیا سلنه يې په خپلواکه توګه د افغان پوځیانو له لوري تر سره کیږي په داسي حال کې چې په شل سلنه پاته هغو کی يې بهرني سرتیري ورسره همکاري کوي.

د کار پوهانو په خبره افغان امنيتي ځواک له داسي دښمن سره مخامخ دئ، چې هغه مخامخ جنگ نه کوي، بلکي په چاودېدونکو موادو ځانمرگو بريدونو سره مرگ ژوبله اړوي او د تيري اوونۍ دوو پيښو ته په کتو سره، چي په کندهار او کندوز کي رامنځته شوې ۱۳ تنه پوليس پکښې ووژل سول.

که څه هم ۲۰۱۴ کال ته چې پکې د بهرنیو سرتیرو د شمیر د پام وړ کمیدو خبري کیږي ډیره موده نه ده پاته خو افغان پوځي مشرتابه ډاډ ورکوي چې دوي به وکړای شي د ملک امنیت خوندي کړي. اوس مهال په لویو ښارونو او مواصلاتي لارو کې د پولیسو تر څنګ پوځيان هم د تلاشۍ او څارني دندې لري.

خو د پوځ پر داخلي تشکیلاتو لا هم نیوکي کیږي چې گويا ډیري مهمي څوکۍ وړ کسانو ته نه دي سپارل شوي، هغه ادعا چې د دفاع وزارت ویاند یي ردوي.

د پوځ متقاعد جنرال حیي ګل سلیمان خیل دویچه ویله ته وویل چې ډیری په کار پوه جنرالانو په بېلا بېلو پلمو له دندو ګوښه کړای شوي دي چې دې کار پوځ ته سخت زیان رسولی دئ: «ډيرپه کارپوه پوځي ا فسران چې پکې جنرالان، ډګروالان او نور افسران شامل ول له دندې ګوښه کړای شوي دي، چې دا یوه لویه ستونزه ده.»

د دفاع وزارت شمیري ښيي چې افغان ملي پوځ اوس تر ډیره ځايه پر خپلو پښو ولاړ دی لیکن د هوايي امکاناتو په برخه کې یو لړ ستونزي لا پر ځای پاته دي. د جنرال عظیمي په خبره چې دغو ستونزو د ملي پوځ د سل په سله وړتيا مخه نيولې ده.