1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: په پاکستان کي د ترهګرو پر ضد پوځي عملياتو هرکلی کوو

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

د ملي دفاع وزارت وياند جنرا ظاهر عظيمي وايي « موږ د امريکا د دغه پلان هرکلی کوو، دا د پخوا زموږ غوښتنه ول، چي د ترهګرو، پټن ځايونه، روزن ځايونه او ميشت ځايونه وران سي.

https://p.dw.com/p/QiBF
«تر هغه چي د ترهگرو ميشت ځايونه نه وي ړنگ سوي سوله نه سي راتلای»
«تر هغه چي د ترهگرو ميشت ځايونه نه وي ړنگ سوي سوله نه سي راتلای»انځور: AP

تيره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼي داسي يو رپوټ خپور کړ چي ګواکي واشنګټن پلان لري د پاکستان په خاوره کي خپل ځانګړي ځواکونه د اورپکو د ځپلو لپاره په دنده وګماري.

ورځپاڼي ويلي وو چي امريکايي او افغان پوځي جنرالان دغه کار د ۲۰۱۴ کال د هغه ضرب الاجل تر را رسيدو پوري د افغانستان د ثبات لپآره ډير مهم بولي.

د کابل حکومت په تيرو شاوخوا نهو کلونو کي همدا غوښتنه لرله چي د پاکستان په خاوره کي بايد د ترهګرو روزن ځايونه او پنډغالي ړنګ سي ځکه د افغانستان پر خاوره په دغو سيمو کي بريدونه پلانيږي.

نيويارک ټايمز ليکي چي که څه هم د پاکستان په خاوره کي د امريکا د پليو سرتيرو د عملياتو وړانديز تر اوسه سپيني ماڼۍ ندي لاسليک کړی خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت لا وختي د دغسي عملياتو پيليدل يو پر ځاي ګام بولي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرا ظاهر عظيمي وايي « موږ د امريکا د دغه پلان هرکلی کوو، دا د پخوا زموږ غوښتنه ول، تر هغه چي د ترهګرو، پټن ځايونه، روزن ځايونه او ميشت ځايونه وران نه سي تر هغه پوري په افغانستان، سيمه او حتي نړۍ کي سوله نه سي راتلای».

افغان ولسمشر حامد کرزي هم څو څو ځله پاکستان د ترهګرو په ساتلو تورن کړی دی.

نوموړي څه موده دمخه په يوه خبري غونډه کي وويل چي پاکستان يې په کورنيو چارو کي مداخله کوي.

« که پاکستان بيا هم زموږ په چارو کي مداخله وکړي موږ به بيا نړيوالو ته شکايت وکړو، طالبان څوک دي، د دې خاوري دي خو له بل ځايه روزل کيږي او بيا د ورانکاريو لپاره خپلي خاوري ته را استول کيږي».

د افغانستان سره په سرحد کي د ترهګرو روزن ځای
د افغانستان سره په سرحد کي د ترهګرو روزن ځایانځور: AP

د سيمي د پوځي چارو کارپوهانو په نظر ترهګر د افغانستان زیږنده نه وه دا د همسايه هيوادونو څخه راځي.

د افغان پوځ متقاعد جنرال عتيق الله امرخيل په دي اند دی چي، ترهګر په لومړي ځل له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي ول.

« هغوی هملته پلانونه جوړوي، خپل عملياتونه له هغه ځايه تنظيموي، د امريکا دغه پلان چي په پاکستان کي عمليات کوي د افغانستان او سيمي په ګټه دی».

خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼي له لوري د پاکستان په خاوره کي د امريکا د ځانګړو سرتيرو د پوځي عملياتو د پيليدو خبر په افغانستان کي د ايساف ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ سوی دی.

په کابل کي د ايساف له قوماندانۍ دويچه ويله ته په لېږل سوې خبر پاڼه کي راغلي چي ګڼ مليتيزه ځواک هيڅ داسي کوم پلان نه لري.

په خبر پاڼه کي پاکستان له اورپکۍ سره په جګړه کي د کابل او سوله ساتو ځواکونونږدي ملګری بلل سوی چي د ايساف په خبره دا د اسلام آباد دنده ده چي په خپله خاوره کي ترهګر وځپي.

نيويارک ټايمز په خپل دغه راپور کي ويلي چي د عملياتو د پيليدو پريکړه تر اوسه د اوباما له لوري نده منظور سوي. او که چيري دغه عمليات پيل سي دا به له ترهګرو سره په روانه جګړه کي يوه نوې لاره پرانيزي.

ويل سوي چي د امريکا او افغانستان پوځي قوماندانانو څو ځله د پاکستان په خاوره کي د طالبانو او حقاني ډلي د بنسټ پالو د ځپلو لپآره په داسي يوه پلان خبري کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل