1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظیمي: د امنیتي مسئولیتونو دریم پړاو پیلیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ډیر ژر به د امنیتي مسئولیتونو د لیږد د بهیر دریم پړاو پيل شي.

https://p.dw.com/p/14sGY
انځور: dapd

ښاغلي عظیمي وویل چې د امنیت د لیږد د بهیر دریم پړاو به د شیکاګو له کنفرانس څخه مخکې پيل شي. عظیمي د دغه پړاو د پیل له پاره یوه نیټه مشخصه نه کړه او وویل چې دا نیټه به په نزدې راتلونکې کې اعلان شي. د عظیمې په خبره د امنیت د لیږد د بهیر په دریم پړاو کې به ۲۳۰ ولسوالۍ شاملې وي. عظیمي وویل: «په دریم پړاو کې به زیاتې سیمې شاملې کړای شي، چې پکښې به د ټولو ولایتونو مرکزونه او ۲۳۰ ولسوالۍ شاملې وي.»

"افغان ځواکونه چمتو دي"

عظیمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د خپل هېواد امنیتي مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. هغه په دې برخه کې پيل شوو ۱۸ میاشتنیو عملیاتو ته اشاره وکړه چې په خبره ئې په بریالي ډول پر مخ روان دي.

د عظیمي په خبره د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ټول افغانستان په کچه ساحوي قل اردوګانو ۴۸ ځلي عملیات تر سره کړي دي چې په ترڅ کې ئې زیات شمېر وسله وال مخالفین له پښو غورځیدلي دي او ډیرې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي:

«د دغو عملیاتو له پيل راهیسې ۹۱ میله وسلې، ۱۶۵۲ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، اوه میله توغندي ویشتونکي، پنځه موټر او ۴۲ عرادي موټر سایکل د ملي اردو سرتیرو ته په لاس ورغلي دي.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې له دغو لاسته راوړنو سره سره د ملي اردو سرتیرو ته هم د سر زیانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړه چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې د ملي اردو ۴۸ سرتیري وژل شوي دي او ۷۱ تنه نور ټپیان دي.

"ملي اردو الوتکو ته اړتیا لري"

ظاهر عظیمي په دغه کنفرانس کې وویل چې سره له دې چې افغان ځواکونه اوس په خپلواکه توګه د عملیاتو د ترسره کولو جوګه دي خو لا هم د افغان ملي اردو اړتیاوې نه دي پوره شوي.

عظیمې هیله څرگنده کړه چې نړېواله ټولنه به د شیکاګو په کنفرانس کې د ملي اردو پر اړتیاو باندې غور وکړي او په ځانګړې توګه باید افغانستان له هوايي ځواک څخه ملاتړ وکړي:

«د هېواد د فضا د ساتنې له پاره ښکاري الوتکو ته اړتیا لرو او ښکاري الوتکې هغه الوتکې دي چې په فضا کې د دښمن د نفوذ مخنیوی کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته د سر زیانونه اوښتي دي چې له امله ئې یو ځل بیا افغان ولسمشر پر بهرنیو باندې غږ کړی دئ چې په خپلو عملیاتو کې له افغان ملکیانو څخه ساتنه وکړي.

محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش