«علما دي له ښځو سره زورزياتی تقبيح کړي»
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهد ولسي جرگې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسيون غړو د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوومبر۱۱) له حکومتي چارواکو او رسنيو له استازو سره يو کنفرانس جوړ کړی وو، چي له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کي په گډه کار وکړي.
د دغه کمېسيون رئيسې فوزيې کوفي وويل:«کله چي ملا امام په مسجد کي خبري کوي، زموږ توقع داده چي د دولت له پاليسۍ سره سمي خبري وکړي. دوی په خپلو ديني موعظو کي وايي، چي ښځي ته رای ورکول د شريعت خلاف کار دئ.»
د مدني ټولني يو شمېر فعالانو له حج او اوقافو وزارت څخه غوښتي دي، چي د جمعې د ورځي په خطبه کي دي هم چي د ملايانو له خوا په مسجدنو کي ويل کيږي، د ښځو پرضد تبليغ نه کیږي.
په دغه کنفرانس کي د رسنيو له فعالانو څخه صديق الله توحيدي وويل، په هغه کچه چي ملايان بايد په خپلو خطابو کي له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره تبليغ وکړي نه ئې کوي:«په سلو کي ۹۰خطبان مو د ښځو پرضد خبري کوي. تاسي د جمعې په ورځو په مسجدنو کي د منبرونو خبرو ته غوږ ونيسئ چي په هغه کي څه ويل کيږي.»
خو په دغه کنفرانس کي د حج او اوقافو وزارت استازي وويل، چي دغه وزارت له کاله له درو څخه تر څلور واري پوري د ملايانو خطبې د ښځو په اړه ځانگړي کړي دي.
توحيدي وويل، چي د ښځو د حقوقو ساتونکي بنسټونه، د ولسي جرگې د ښځوچارو کمېسيون، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، د ښځو چارو وزارت او د حج او اوقافو وزارت باید له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره يوه گډه ملي ستراتيژي جوړه کړي.
خو د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چي افغانستان له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره ښه قوانين لري، لېکن دغه قوانين لږ تطبيقيږي.
د ښځو چارو وزارت مرستيالي مژگان مصطفوی، په دغه کنفرانس کي وويل، چي له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کي اصلي خنډ په عدلي او قضايي چارو کي زورواکان دي:
«زموږ تر ټولو ستره ستونزه، په قضايي چارو کي د زورواکانو مداخله ده. زموږ قانون ډير ښه قانون دئ. د قانون نه تطبيقېدل ستره ستونزه ده.»
په روان وخت کي د افغان حکومت او مدني ټولني يو شمېر څانگي په گډه له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره کار کوي، خو داسي نيوکي ورباندي کیږي، چي دوی تر اوسه پوري په دې برخه کي هيڅ نه دي کړي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل