1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمان: په زرونو کسانو لاریون تر سره کړی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه
https://p.dw.com/p/16LYF

د اردن په پلازمېنه عمان کې تیره ورځ په زرونو کسان سړکونو ته راوتلي وو او د دموکراتیکو ریفرمونو د پلي کولو غوښتنه ئې کوله. دغه لاریون د ۲۰۱۰م کال په وروستیو کې په عربي هیوادونو کې د پیل شوي پاڅون په ترڅ کې له سترو لاریونونو څخه شمیرل کیږي.

دغه لاریون څو ساعته وروسته تر هغې تر سره شوی دئ چې د اردن پاچا عبدالله دویم د دغه هیواد پارلمان منحل کړ او د روان کال تر پایه ئې د ټاکنو د تر سره کولو اعلان وکړ. دغه لاریون چې د اخوان المسلمین له خوا تنظیم شوی وو ویلي دي چې په دغه ټاکنو کې به گډون و نه کړي. دغه گوند ویلي دي چې په اساسي قانون کې د ریفرمونو پرته به داسې پارلمان رامنځ ته نه شي چې په سمه توگه د خلکو استازیتوب وکړي