1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوفي عنان روسیې ته سفر کړی دﺉ

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

د ملگرو ملتونو پخوانی سر منشي کوفي عنان، د سوریې د کړکیچ د حلولو هڅې کوي. هغه غواړي چې د خپل پلان له پاره د ټولو اړخونو توافق تر لاسه کړي. عنان په دې موخه د مسکو پر لور خوځیدلی دئ چې تر هغې وروسته به چین ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/14QyG
انځور: dapd

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړی استازی کوفي عنان، د شنبې په ورځ د مسکو په لور وخوځید چې له کریملین سره په سوریې کې د تاوتریخوالي د ختمولو د پلان پر سر خبرې اترې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې لویدیځ هیوادونه په دې هڅه کې دي چې روسیه دې ته وهڅوي چې پر خپل ملګري هیواد سوریې باندي فشارونه لا پسې ډیر کړي.

په پام کې ده چې عنان به د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر دیمتري میدویدف، او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سیرگي لاوروف، سره وویني.

د ډیرې مودې راهیسې روسیې هڅه وکړه چې د سوریې د کړکیچ د پای ته روسولو له پاره د دغه هیواد پر حکومت د فشارونو د اچولو له هڅو څخه ځان لیري وساتي خو دغه هیواد د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له لوري د یوه نه مکلف کوونکي پریکړه لیک ملاتړ وکړ. په دغه پریکړه لیک کې د سوریې پر پوځونو غږ شوی دﺉ چې له هغو ښارونو څخه راووځي چې پکښې لاریونونه روان دي.

په دغه پریکړه لیک کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، د راتلونکي نقش په اړه څه نه دي ویل شوي. پر دې سربیره په دې پریکړه لیک کې دا هم نه دې ویل شوي چې که بشارلاسد دغه پریکړه لیک و نه مني نو راتلونکی قدم به څه وي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو پر په سوریې کې د روان کړکیچ له پیلدو راهیسې شاوخوا ۸۰۰۰ انسانان وژل شوي دي. دغه کسان د سوریې د پوځیانو له خوا په خونړۍ توګه د مظاهرو د پر شا کولو پر وخت وژل شوي دي.

سوریه د روسي وسلو تر ټولو لوی پیریدونکی هیواد دﺉ او د دواړو هیوادونو تر منځ نزدې اړیکي د دې باعث شوې دي چې تر دې مخکې روسیه د خپل ویتو حق په کارولو سره د امنیت په شورا کې د سوریې پر وړاندې د اعلامیو او پریکړه لیکونو مخه ونیسي.

چین هم د امنیت په شورا کې دغه پریکړه لیکونه ویټو کړې ول. عنان غواړي چې د مسکو له سفر څخه وروسته له چینایي چارواکو سره د خبرو اترو له پاره پیکنگ ته سفر وکړي.

په عینې وخت کې د ملگرو ملتونو له خوا د سوریې د کډوالو له پاره ټاکل شوي ځانگړي استازي ویلي دي چې اټکل کوي چې له سوریې څخه ۱۰۰ زره کډه شوي کډوال به په راتلونکو شپږو میاشتو کې مرستو ته اړتیا ولري. هغه د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ده چې گاونډي هیوادونه لکه لبنان، اردن او ترکیه باید د نورو کډوالو راتلو ته چمتووالی ولري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش