1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنان غواړي په سوریه کي یو مؤقتي حکومت جوړ کړي

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15N6m

د سوریې په اړه د سولي د پلان تر ناکامېدو وروسته، اوس د سوریې له پاره د ملګرو ملتو استازی کوفي عنان په دمشق کي د یوه مؤقتي حکومت د جوړېدو هڅه کوي. د ملګرو ملتو د دیپلوماتانو په حواله د هغه له دغه پلان څخه به په پرله پسې ډول د امنیت شورا غړي هیوادونه او همدارنګه روسیه او چین هم ملاتړ کوي. تر اوسه پوري روسیې پر دې خبره باندي ټینګار کاوه چي پر سورې باندي باید د باندي څخه يرغل ونه سي او د جمهور رئیس بشالاسد ملاتړ ئې کاوه. د سوریې په اړه د کوفي عنان د دغه نوي پلان په اړه به د شنبې په ورځ په ژنیو کي سلامشورې وسي. په دغه پلان کي راغلي دي، چي د حکومت د استازو او د اپوزیسیون په ګډون باید د ملي یووالي په نامه یوه کابینه جوړه سي. د ملګرو ملتو دیپلوماتانو خبر ورکړی دئ، چي د سوریې کړکېچ هغه وخت له منځه تللای سي چي دښمني خواوی د دغه هیواد د راتلونکي له پاره د یوې ګډي سوله يیزي لاري د پیدا کولو له پاره هڅي وکړي.