غره ختونکې ښځې
د بولېویا اصلي اوسیدونکې ښځې د ادن غرو څوکې ته خیژي او په دې توګه د سیمه ایزو خود خواو نارینه کلتور پر ضد احتجاج کوي. د دوی بغاوت پر نورو هم اغیز کړی.
پرله پسې پورته ختل
تر اوسه به دوی په مرکزي کمپ کې پاتېدل او پخلۍ به یې کاو. خو اوس د امیاره د بومي قوم دغه ښځي سیلانیان د بولېویا د عدن غرونو تر ټولو لوړې څوکې بدرګه کوي. د سیالانیانو د خوښۍ ځای ۶۰۸۸ متره لوړ د «هویانا پوتوسي» یا «ځوان غر» دی.
په زړه راخښونکي خندا او چلند
درې امیاره میرمنې بیرتا ویدیا، دورا ماګوینو او لیدیه هواييلس نور نه غوښتل یوازې آشپزي او یا بار وړونکې ووسي او په دوهم کتار کې پاته شي. له همدې امله دغه دریو «خولاز» یا دودیزي جامې اغوستونکو ښځو، د غره ختونکو د لارښود یوه ډله جوړه کړه او د نارینه لارښودانو سیالې شوې.
لمنه هم باید پکښې وي
د غره ختنې په مرکز کې دودیزې خولۍ په اوسپنیزو خولیو بدلیږي او د دودیزې لمني «پولیرا» لاندې یو ډول اوسپنیز یخ ماتونکي لګول کيږي. «پولیرا» د شپږ تر اته متره ټکر څخه ګنډل کیږي. د ایمارا دودیز لباس کې یو پړونې هم شامل دی چې «مانتا» نومیږي او پر اوږو اچول کیږي.
«پولیرا» یوه لویه ستونزه
ډيره موده د ښځو چینداره «پولیرا» لمنه منع وه. د بولېویا هغه میرمنې چې دودیزه جامې به یې اغوستي وې، دولتي دفترونه ته د داخلیدو اجازه یې نه درلودله. خو اوس دغه لباس چې د بومي وګړو اصلي جامه نه وه خو د هسپانوي مستعمري ځواک له خوا رواج شوې وو، د بولېویا د بومي ولس له خوا اغوستل کیږي او د پر ځان تکیه سمبول یې ګڼي.
ګران بیه دودیزې جامې
هغه وختونه اوس تیر دي چې «پولیرا» یوازې د بې وزلو جامه ګڼل کیدله. نن سبا دغه عنعنوي لباس د مېلو او مذهبي غونډو پر وخت اغوستل کیږي او تجارت یې ډیر ګټور تمامیږي. بشپړه لباس تقریباً ۲۷۴ یورو بیه لري او ځيني شالونه چې د یوې خاصې وړې څخه جوړیږي، حتې تر ۹۰۰ یورو قیمت لري.
د مساوي حقونو په موخه غره ختننه
د بولېویا ایمارا د یوه بومي ولس په توګه بې برخې پاتيږي، خو ښځې بیا د دوی په خپل منځ کې هم د لا زیات توپیري چلند سره مخ دي. که څه هم چې د ولسمشر ایو مورالس چې خپله هم په ایمارا ولس پوري اړه لري، واک ته تر رسیدو وروسته د دغه قوم وضعه یو څه ښه شوې خو غره ختونکې ښځې د خپلې ټولني د خود خواو نارينه سالاره کلتور پر ضد هم مبارزه کوي.
غر ختونکې
پر ځان تکیه: غره ختونکې لیدیه هوالس او دورا ماګوینو په ډیر ویاړ سره خپل د غره ختنې لوازمات ښکاره کوي. د یخ ماتونکي، رسۍ، کمر بند او اوسپنیزې خولۍ په درلودو سره دغه ښځي له کابو دوه کالو راهیسې سیلانیان د غرونو تر دنګو څوکو بدرګه کوي.
د ادن غرو د اوږدو ویښتانو شهزادګۍ
اوږده ویښتان د دوی نخښه ده. امیارا ښځې سهار وختي په تورو جامو کې راځي او خپل اوږده ویښتان چوټي کوي. له دې وروسته بیا غره ختو ته ملا تړي او د «ایليماني» غره ته چې ۶۴۳۰ متره لوړ دی، خیږي.
درانه بارونه خو ښې پيسې
یوه غره ختونکې د ایلیماني غره ته د ختو تیاری نیسي. دې کار امیارا ښځې په مالي توګه خپلواکه کړي دي. د بار وړونکې او لارښودې په توګه دوي د ورځې تقریباً ۳۵ ډالر ګټي.
یووالې د دوی ځواک دی
«خولاز» میرمنې د هوانا پوتوسي د مخ پورته غره د ختولو تمرین کوي. خو دوی د غرونو په لمن کې په پرته دره کې هم د بولېویا د ټولنې د بدلون په کار پیل کړی دی. د بولیویا یوه مشهوره نطاقه چې د ایمارا قوم ده، وايي چې د ایمار ښځې «تجارت» کوي او د بولېویا د سپین پوسته ولس د مخه یې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړې ده.