1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د ښوونځيو په تړلو کي گاونډيان لاس لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

په غزني کي ښوونځي لا هم د زدکونکو پر مخ تړلي دي. وسله والو طالبانو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې په ولیسوالیو او ښار کې ښوونځي تړلي دي.

https://p.dw.com/p/14qxp
انځور: DW

په غزني کي وسله والو طالبانو ويلي دي چي دا کار ئې د حکومت د هغه دریځ په غبرګون کې کړی دئ، چي بې اسنادو موټرسایکلو ته په دغو سیمو کې د تګ را تګ اجازه نه ورکوي.

خو اوس د غزني ځايي چارواکي وایې چي دا کار د افغان طالبانو له لوري د بهرنیو کړیو په امر تر سره شوی دئ.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده په وینا چي د سیمي استخبارات غواړي افغان بچي له زدکړو لري پاته شي.

نوموړي تيره ورځ په کابل کي په ډانګ پېيلې توګه د کوم ګاونډي نوم وانخیست خو دا ئې وویل چي د زرګونو زده کوونکو د زدکړي مخه همدې ګاونډیانو نيولې ده:

«د افغانستان مخالفان له مختلفو زاویو پر موږ فشار اچوي، یو ئې دلته د ښونځیو تړل دي چي غواړي افغان بچي په جهالت کي لوی شي او بیا د دوی د لاس د آلې په توګه وکارول شي، خو انشالله دلته به خلک یو موټی عمل کوي او دښمن ګاونډیان به خپلو موخو ته له رسیدو را وګرځوو.»

د غزني د اوسیدونکو په وینا چي وسله والو طالبانو د شپې پاڼو او مخامخو ویناوو له لاري کورنۍ ګواښلي دي چي خپل ماشومان ښونځیو ته و نه لیږي که نه نو و به ئې وژني.

په همدې حال کي د پوهني وزارت هم مني چي د غزني د ښار په ګډون په یو شمیر سیمو کي ګڼ ښونځي تړل شوي دي.

د تړل شویو ښونځيو یو ئې د غزني د جهان ملکه د نجونو عالي لیسه وه چي پکښي شاوخوا دوه زره نجونو زدکړي کولې خو اوس له تړل شوې ده.

په پارلمان کي د غزني ولایت استازی حسن صحرايي وایې دوی د سیمي له خلکو سره اړیکي نیولي دي او پر دې کار کوي چي د مخورو، سپینږیرو او ملا امامانو له لاري ښونځي بیا پرانیزي:

«د دې یوازنۍ لار دا ده چي له ولس سره خبري وکړو، او هغوی په دې پوه کړو چي د سیمي استخبارات له دې کار څخه څه هدف لري او موږ د ولایت له چارواکو، خلکو او مخورو سره همدا اوس هم په خبرو بوخت یو چي دې لانجې ته یوه مناسبه حل لاره ومومو.»

د غزني والي موسی خان اکبر زاده وایې دوی له مرکزي ادارې سره د دغي لانجې د ليري کولو له پاره په تماس کې دي خو داسي کومه نیټه نه شي ځانګړې کولای چي کله به تړل شوي ښونځي پرانیستل شي.

اکبر زاده په ګاونډیو ملکونو په خاصه توګه پر ایران او پاکستان ږغ وکړ چي له افغان بچو سره دي هغسي سلوک کوي لکه له خپلو سره چي ئې کوي:

«زما همسایګانو ته دا پیغام دئ، هغه څه چي پر ځان لوروي پر موږ مسلمانانو دي هم ولوروي، خو که چیري ځان ته یو شی او موږ ته بل څه غواړي نو د هغوی په مسلماني کې شک وینم.»

په غزني ولایت کې په داسي وخت کې په ښونځي تړل شوي دي چي د مګړۍ د ملک په نورو برخو کي زده کونکي ښونځیو ته ځي.

جمهور رئیس کرزي هم تیره اوونۍ په خپله راډیويي وینا کي پر زور پالو طالبانو ږغ وکړ، چي د افغان بچو د تعلیم مخه و نه نیسي ځکه د هغه په وینا په دې کار سره دوی امریکایانو ته نه، بلکي خپل ځان ته زیان اړوي او دا زیان به لسیزي وخت نیسي چې بیرته جبران شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل