1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزنی: د اجیرستان ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ ده

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

د غزني ولایت د اجیرستان ولسوالۍ د ولایتي شورا یو شمیر غړي او اوسیدونکې وایي چې له تیرې یوې میاشتې راهیسي دغه ولسوالۍ د طالبانو تر پرله پسی بریدونو لاندي ده او په دغي ولسوالي کي ټولي چارې په ټپه دریدلي دي

https://p.dw.com/p/121nI
آرشیف انځور: د غزني د والي دفتر
آرشیف انځور: د غزني د والي دفترانځور: Pahjwok Afghan News

هغوی وایې چې په دغي مودي کې د اجیرستان په بیلا بیلو برخو کې د حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو تر منځ سختي نښتي سوي او ګڼ شمیر ملکی خلکو ته پکې تاوان رسیدلی.

د سیمې خلک حکومت په ټګۍ تورنوې او ګواښ کوي چي دغه ولسوالۍ به د زورپالو لاس ته ولویږي.

داجیرستان د ولسوالۍ اوسیدونکې وایې چې د جګړو له امله د «ازرکي» او «محمد خیلو» ولسوالۍ په کروندګرو اوبه د طالبانو له لوري بندي کړای سوي دي.

د سیمې د خلکو وینا ده چې دغه کار ځکه ترسره شوي چې په دغي سیمي کې ډیری د حکومت مامورین ژوند کوي.

د اجیرستان اوسیدونکي وايي چي د دغي ولسوالۍ اوسیدونکي ډیر پریشانه دي. هغوي زیاتوي چي که حالات همداسی پرمخ لاړشي نو اجیرستان به سقوط وکړي.

د غزني د پولیسو مشرتابه وایې چې په اجیرستان کې هغسي چې خلک وایې حالت ندی خراب سوي.

د غزني د پولیسو مشر، زړه ور زاهد، وایي چي په دغي جګړي کي یوازي څلور ولسي خلک تر اوسه ژوبل سوي او نور چاته زیان ندی رسیدلی.

نوموړی په راتلونکو دوو ورځو کې په دغي ولسوالۍ کي د پیل سوي بغاوت د ټکولو لپاره د تازه دمو سرتیرو د استلو ژمنه کوي.

اجیرستان د غزني هغه ولسوالۍ ده چې د غزني له ښار څخه جنوب لویدیځ پلو په شپيته کیلومترۍ کې واقع سوي ده.

دغه ولسوالۍ تیر کال دوه ځله د مخالیفنو لاس ته لویدلي وه او له خونړیو نښتو وروسته افغان ځواکونه په دي وتوانیدل چي بیرته یي د زور پالو له لاسه وباسي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکي: مسعود جهش