1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی: افغانستان په اقتصادي او سياسي لحاظ يو پياوړی ملگری غواړي

۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبه

ټاکل سوې، چي ولسمشر حامد کرزی به د سې شنبې په ورځ له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري. په دغه ملاقات پسې جوخت د چهارشنې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله هم غونډه کوي چې ولسمشر کرزی به هم ورته وینا وکړي.

https://p.dw.com/p/12bRp
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

امریکا ته د ولسمشر کرزي د سفر او پر حالاتو یې د اغیزي په باب مو د سیاسي چارو له شنونکي او د افغانستان د ستراتېژیکو څیړنو د مرکز له غړي عصمت الله غلجي سره په دې اړه ځانګړې مرکه کړي چې ستاسو پام ورته را ګرځوو.

دویچه ویله: ښاغلی غلجی ستاسو په نظر ولسمشر کرزی به په خپل دغه سفر کې پر کومو عمده مسایلو خبري وکړي او امریکا ته د حامد کرزي سفر په دې وخت کې څه مانا لري؟

غلجی:عمده ټکي چې دوي به پرې خبري وکړي هغه په افغانستان کې د امنیت د انتقال موضوع ده، د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون او همدا رنګه د ټولي سیمې پر حالاتو خبري او په خاصه توګه د افغانستان د امنیت په سمبالښت باندي به خبري وکړي؟

دویچه ویله: افغان ولسمشر ته څه په کار دي، چې کومي مسلې له ولسمشر اوباما سره تر بحث لاندي ونیسي او خپلي کومي ستونزي ور مخي ته کړي؟

غلجی: افغانستان په اوسنیو حالاتو کې داسي یوه ملاتړ کونکي ته چې په اقتصادي او سیاسي لحاظ پیاوړی  وي شدیده اړتیا لري، ځکه د افغانستان حالات ثبات نه لري نه له پوځي نه له سیاسي او نه هم له اقتصادي اړخه، تر څو له افغانستان سره مرسته وکړي، او زمونږ ګاونډیان په دومداره توګه مداخله کوي او بیا به هم خپلو مداخلو ته دوام ورکړي. پاکستان او ایران کوشش کوي چې د امریکا او افغانستان تر منځ دغه ستراتیژیک تړون له ناکامۍ سره مخ کړي او امریکا له افغانستان څخه ووزي ځکه پاکستان غواړي چې په افغانستان کې یکه تازي وکړي او هر حالت چې یې په خپله ګټه وی په افغانستان باندي تحمیل کړي.

دویچه ویله: تاسو د افغانستان په چارو کې د ګاونډیانو له مداخلي خبره وکړه، ستاسو په نظر کرزی باید په څه ډول د گاونډيانو سره د خپل دغه نږدې متحد امریکا په مرسته د تروريستي ډلو د ځپلو لپاره د فشار د زیاتولو هڅه وکړي؟

غلجی: امریکا، د نړۍ ټول سوله غوښتونکي هیوادونه او افغانستان ټول پوه سوي، چې اسلام آباد په افغانستان او په نړۍ کې دوه مخی سیاست پر مخ بیایی، ځکه له یوې خوا امریکا ته وایی، چي دوست مو یې او له بل لوري خپله استخباراتي اداره یې د کویټي د طالبانو او د پیښور د طالبانو له شوراګانو سره مرسته کوي. اوس داسي حالت را رسیدلی چې د امریکا او نوري غربي نړۍ خلک را جګ سوي چې دا څه ډول پاکستان دی چې له یوې خوا زموږ مرستي لګوي او له بل لوري ترهګر ساتي نو په کابل کې وروستي بریدونه او له عاملینو یې تر لاسه سوي اسناد ښيي چې هغوی په پاکستان کې روزل سوي وو او له هغه ځایه یې بریدونه تر سره کړي ول.

اوس داسي ښکاري چې امریکا به  پاکستان باندي نور اقتصادي او سیاسي فشارونه هم راولي تر څو دغه ترهګري ډلي له انزوا سره مخ کړي.

اوس افغان ولسمشر ته په کار ده چې امریکا ته هغه لاس وندونه مخکي کړي چې نور پاکستان له ترهګرۍ سره په نړیواله جګړه کې صداقت نه کوي او په دې کار کې له دوه مخي پالیسۍ څخه کار اخلي او امریکا باید له افغانستان سره په دې کار کې صادقانه عمل وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل