1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی: د شانگهای غونډه د افغانستان په گټه ده

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

نن د شانګهای د همکاريو د سازمان غونډه د قزاقستان په مرکز استانه کي جوړيږي. په دغه غونډه کي د روسيي،چين، هند، پاکستان، تاجکستان، ايران او افغانستان ولسمشران برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/11ZnR
د شانگهای د همکاريو سازمان د غړيو هيوادونو مشران
د شانگهای د همکاريو سازمان د غړيو هيوادونو مشرانانځور: AP

که څه هم افغانستان په دغه سازمان کي رسمي غړي توب نه لري خو په دغه جلسه کي ورته د مېلمه امتياز ورکړل سوی دی.

د سياسي چارو شنونکی عصمت الله غلجي د دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه وويل چي په دې غونډه کي به په هر حال د افغانستان موضوع تر بحث لاندي و نيول سي.

د افغانستان موضوع به هرو مرو په دغه ناسته کي مطرح کيږي دا ځکه چي ترهګري، مخدره توکي او د انسانانو قاچاق هغه مسلې دي چي يوازي افغانستان نه، بلکي د سيمي هيوادونه يي له موجوديت څخه کړيږي او د اشتاري ګوته افغانستان ته ده چي له دغه هيواد څخه يو شمير ناخوالي د شانګهای د همکاريو سازمان غړو هيوادونو ته مخامخ دي.

دويچه ويله: ايا له کرزي څخه به په دغه غونډه کي د ځينو مسايلو په اړه د وضاحت غوښتنه وسي؟

غلجی: په دې ورځو کي ډيرعمده سند تر لاس لاندي لري چي ټاکل سوې د امريکا او افغانستان تر منځ لاسليک سي، که دا افغانستان او امريکا ته اهميت لري نو همزمان د سيمي د ځينو هيوادونو انديښنې يي هم را پارولي لکه د چين ايران او د منځنۍ آسيا د ځينو هيوادونو. هغوی له افغانستان څخه اوس ډاډ غواړي چي دا سند به د دوي ملي امنيت ته ګواښ نه مخامخ کوي. په دي ورستيو کي افغانستان له امريکا سره د ستراتيژيکي همکارۍ د سند د لاسليکولو په درشل کي ده او هرو مرو به د شانهګاۍ سازمان غړي هيوادونه په خاصه توګه روسيه، چين او ايران له افغانستان څخه په دي باب د وضاحت غوښتنه وکړي او ولسمشر کرزي به هغوی ته ډاډ ورکړي چي د دغه تړون پر اساس به له افغانستان څخه د سيمي ټولو هيوادونو او په خاصه توګه د شانګهای تړون غړو ملکونو ته هيڅ راز خطر نه متوجه کيږي.

دويچه ويله: ټاکل سوې چي ولسمشر کرزي د دغي غونډي په حاشيه کي له خپل روسي سيال ديميتري ميدويدوف سره هم وګوري، تاسو څه فکر کوي چي ددوی په خبرو کي به کومي مسلي مطرح سي؟

غلجی: زما په اند چي روسيه په تيرو څو کلونو کي د افغانستان پر حالاتو جدي څار لري، ځکه دلته د امريکا متحده ايالتونه او يو شمير اروپايي ملکونه چي يو مهال يي له روسيي سره چندان اړيکي نه لرلي پوځي او ملکي حضور لري.

او بله خبره دا ده چي افغان دولت په تيرو دريو کلونو کي له روسيي سره په نظامي اوملکي برخو کي يو شمير قرار دادونه کړي دي او روسيې د افغان وسله والو ځواکونو او هغو اقتصادي پروژو بيا رغولو ته ټټر وهلی چي د پخواني شوروي پر مهال په افغانستان کي فعالي وې. زه دا ويلای سم چي د افغانستان د پوځ په تجهيز، تقويه او روزلو کي روسيه کارنده رول لوبولای سي. دا ځکه چي ډيري افغان صاحب منصبان د روسيې له لوري روزل سوي او له روسي تجهيزات سره په افغانستان کي بلدتيا ډيره ده.

دويچه ويله: تاسو څه فکر کوي چي ولسمشر کرزی څرنګه کولای سي چي د منځنۍ اسيا هيوادونو ته د افغانستان له اړخه د خطر د نه متوجه کيدو په اړه ميدويدوف ته ډاډ ورکړي؟

غلجی: ولسمشر کرزي لکه څرنګه چي نوري نړۍ لکه پاکستان او ايران ته په جلا جلا توګه ويلي چي له هيواد څخه به يي د دوی کورني امنيت ته ګواښ نه پيښيږي دا ځل به يي هم په همدي خبره ټينګار وي.

مرکه کونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل