1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غمخور: کرزي دپارلمان په وړاندي خپل لاسونه پخپله تړلي

۱۳۹۰ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلی حبيب الله غمخور وايي چي د پارلمان او لوی څارنوال تر منځ شخړه سياسي انگېزې لري. که نه نو دا غير منطقي خبره ده چي پارلمان دي د قضايه قوې کار هم خپله وکړي.

https://p.dw.com/p/RGEs
ښاغلی حبيب الله غمخور
ښاغلی حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

د تيري شنبې په ورځ ولسي جرگې د افغانستان لوی څارنوال ورغوښتی و خو هغه حاضر نه سو وروسته بيا جرگې اعلان وکړي چي، که چير لوی څارنوال اسحق الکو د راتلونکي شنبې ورځي عمومي غونډي ته حاضر نه سي نو پارلمان به د هغه څخه خپله رايه واخلي. خو څارنوالي وايي چي ددې تر شا سياسي انگيزې دي. ښاغلی غمخور تاسو څه فکر کوی؟

غمخور: د پارلمان د جوړيدو او د پارلمان د لومړۍ غونډي تر اعلان وروسته واضح څرګنده سول چي د رئيس او د مرستيالانو پر ټاکلو تقريبا ۳ هفتي جنجالونه موجود وو، خو بلاخره د پوهنتون يو محصل يي د ريس په توګه وټاکه او په لومړۍ غونډه کي يې وويل چي زموږ يوازنۍ موخه او دنده به دا وي چي دا ځانګړې محکمه لغوه کړو.

دويچه ويله: ستاسي په نظر که چيري اوس دا ځانګړي محکمه لغوه سي ، دغه کشمکشونه به ختم سي؟

غمخور: زه فکر نه کوم دا محکمه کاملاً اوس لغوه وبوله، وکيلانو دغه سياسي لوبه ددې لپاره شروع کړې چي په دې کي دوه امتيازه تر لاسه کړي. يو دا چي کرزی دې ته مجبوره کړي چي دا محکمه لغوه اعلان کړي، او اعلان وکړي چي دا د ملي مصلحتونو پر بنياد دا کار وسو، لکه چي ددې دپاره کار هم کيږي. دا به يوه ناکامي او د کرزي د مخالفينو بری دده په وړاندي وي.

او بل په دغو وزيرانو کي چي دا اوس د پردې تر شا کار ورباندي روان دي چي ايا دغه وزيران چي سرپرست دي په دغو موقفينو کي بايد راسي او که ددوی موقيفونه تغير وخوري. پارلمان اپوزيسون چي شا ته يې شمالي ټلواله ولاړه ده هغوی په دغو کي هم امتيازات غواړي، ځکه يې نو پدغسي حساسه مرحله کي دا مسله را پورته کړه چي څارنوال يي د پوښتنو او ګرويږنو دپاره ورغوښتی.

دويچه ويله: فکر کوي چي پارليمان به په دغه ډول فشارونو سره په ولسمشر کرزي باندي دا ومني چي ددوئ يو تعداد استازي په وزارتونو کي و ټاکي؟

غمخور: ولي نه، دوی پوهيږي. په اساسي قانونو کښي پارلمان ته دا حق ورکړل سوی چي وزير راو غواړي. څارنوال د قضايي قوي لکه پارلمان يا مقننه قوه د هغې يو له جګپوړو چارواکو څخه دی.

په طبيعي شکل که پارلمان وکولای سي چي د قضايي قوي لوی څارنوال او يا مثلاً د ستري محکمې رئيس را استحضاح کړي ، او هغه استيجواب کړي، يا د هغه څخه د اعتماد رايي واخلي دا دا معني لري چي پارلمان هم مقننه قوه ده او هم قضايه قوه ده. او پارلمان د مقنني قوې د صلاحيتونو څخه په استفادي قضايه قوه تر خپل تاثيرلاندي راولي په دې صورت کي نو قضايه قوه بيا د پارلمان د يوه غړي په مقابل کي هيڅ نوعه عمل نه سي کولای. بناء دا منطقي نه ده او دغسي تعبير د اساسي قانون له مادو څخه پرځای او دقيق ندی.

که چيري کرزی تر لوي څارنوال هم تير سي ، يا پارلمان داسي يوه پريکړه وکړي چي اعلان وکړي چي نور زموږ دپاره لوی څارنوال د لوی څارنوال په توګه د اعتبار وړ نه دی دا به يوه دولتي انارشي را منځ ته کړي. بناء زه فکر کوم چي کرزی د خپل مخالفي ډلي سره په پارلمان کي پر دې باندي په خبرو اخته دی تر څو د حل يوه معقوله لاره ورته پيدا کړي.

دويچه ويله: که چيره کرزی د ولسي جرګي سره دې موافقي ته ورسيږي چي ځانګړي محکمه لغوه اعلان کړي او يو تعداد غوښتني چي دوی يې لري هغه هم ومني نو د کرزي موقيف به ددوی په وړاندي نور هم ضعيفه نه سي؟

غمخور: کرزي اوس هم خپل اعتبار نه يوازي ددوی په وړاندي، بلکي د ولس په وړاندي د لاسه ورکړی دی. د کرزي دغسي بي مسوليته او بي سنجشه کړني او څرګندوني ددې لامل سوې چي ده خپله په خپل لاس خپل لاسونه ترخپل شا د مقابل لوري په وړاندي وتړل.

له لويه سره پردې باندي بايد کرزي فکر کړی وای چي دی کولای سي د ځانګړي محکمې شتون وساتي او د مخالفينو په وړاندي ودريږي؟ ده دا فکر ونه کړ.

موږ اميدواره يو چي کرزی په دې پوه وي چي د هر نوعه غير مسؤلانه څرګندونو او يا هر نوعه بې ځايه تسليمۍ او مصلحتونو پايلي به په افغانستان کي د يوه عمومي بې نظمۍ نه تنها دولتي، بلکي د سياسي بې ثباتۍ لامل وګرځي.

مرکه کونکی: نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم