1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او مودي د ترهگري ضد گډي مبارزې هوډ کړی دی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د سیمه ییزو همکاریو له پاره غږ کړی دی څو تندلارو ترهگرو ته ماته ورکړل شي. دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا هوډ هم څرگند کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FGNz
انځور: picture-alliance/dpa

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په نوي ډهلې کې تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې غواړي «افغانستان د ترهگرو په هدیره بدل کړي» خو په وینا یې د هند، پاکستان او نورو گاونډیو هیوادونو مرستې ته اړتیا لري.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې هند ته د اشرف غني سفر په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې له گاونډيو هیوادونو پاکستان او چین سره د اړیکو د نزدې کولو په هڅه کې دی، خو دا کار د دې سبب گرځیدلې دی چې ځیني هندي کارپوهان داسې انگیري چې ښایي په دې سره به هند په افغانستان کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي.

هند ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې محمد اشرف غني له نریندرا مودي سره تر یوې لیدني کتنې وروسته ویلي دي: «تروریزم د ښه او بد په توگه نه شي طبقه بندي کیدای. موږ باید یو گډ روش ولرو، موږ باید په سیمه او نړیواله توگه د ترور د مهارولو له پاره متحده ووسو.»

مودې هم له خپل اړخه د طالبانو او نورو تندلارو پر ضد جگړه کې د افغانستان دوامداره ملاتړ ته خپله ژمنتیا ښوولې او له دغه هیواد سره یې د ځمکې او سمندر له لارې د سوداگرۍ د پراخیدو ژمنه یووار بیا تکرار کړه.

مودي په خپلو څرگندونو کې چې د هغه د دفتر له لوري خپرې شوې دي ویلي دي چې هند به د افغان پوځ په جوړیدو کې خپلې مرستې ته ادامه ورکړي او په نزدې وخت کې یې افغانستان ته درې چیتال، ډوله څرخي الوتکې ورکړي دي.

مودي همداشان ویلي دي چې هند باید د افغانستان او پاکستان تر منځ موجود تجارتي او ترانزیت تړون کې شامل شي څو له افغانستان څخه محصولات د ځمکې له لاري د هند ختیځ او همداشان د دې برعکس ممکن وگرځي.

مودي همداشان په ایران کې د چابهار بندر د جوړولو په برخه کې خپله ژمنتیا تکرار کړې ده. دغه بندر به افغانستان ته چې په وچه کې راگیر دی د پاکستان پرته یوه بله سمندري لاره برابره کړي.

مودې زیاته کړې ده: «موږ په دې باور یو چې هند او نوري سویلي آسیا سره به د ځمکې له لارې د افغانستان مستقیم ارتباط او سمندر سره په مخ پر زیاتیدونکي وصلیدل، افغانستان په داسې یوه مرکز اړولای شي چې د آسیا مختلفې او تر هغې وړاندې سیمې هم له یو بل سره ونښلوي.»

ولسمشر غني له هند څخه په تیره لسیزه کې په پراختیایي چارو کې د ۲،۲ بیلیونه امریکایي ډالرو د مرستې له کبله مننه وکړه او د خپل جگړه ځپلې هیواد له پاره یې د سولې ته د رسیدو او د پیړیو پخواني حالت ته د وروگرځيد چې د سیمه ییز تجارت څلور لارې وه په هکله یو لوړ لید وړاندې کړ.

غني په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې افغانستان داسي یو ځای یا څلور لارې وه چې طرحې، خلک او محصولات به راتلل او له سویلي آسیا څخه به مرکزي آسیا او لویديځي آسیا ته تلل.