1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د خپل حريف عبدالله تورونه رد کړل

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۵, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد اشرف غني احمدزي د خپل حريف عبدالله عبدالله هغه تورونه چي وايي په ټاکنو کي درغلۍ سوي دي رد کړل. غني ويلي دي چي له يوې يوې رايي څخه به دفاع وکړي.

https://p.dw.com/p/1CQIA
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمد زي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۲۵مه) په کابل کي يوې خبري غونډه ته وويل: «زموږ رايي پاکي دي، ولس پر موږ باور کړی دی، موږ به اوس له خپلي هري رايي څخه دفاع وکړو.»

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو پايلي لا تراوسه پوري روښانه نه دي، خو د رسنيو د راپورونو له مخي داسي ښکاري چي غني دي تر خپل حريف پکښي مخکښ وي.

د غني سيال عبدالله په ډېره علاقمندي سره د دوهم پړاو ټاکنو ته ولاړ، ځکه هغه په لومړي پړاو ټاکنو کي تر غني ۱۳ سلنه ډيري رايي په لاس راوړي وې. خو هغه مطلق اکثريت نوو پوره کړی.

د دوهم پړاو ټاکنو تر ترسره کېدو وروسته عبدالله پر خپل حريف غني، د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون او تلونکي ولسمشر حامد کرزي باندي د درغليو تورونه ولگول.

خو دغه تورونه د ټولو اړخونو له خوا رد سول او تيره ورځ ډاکټر اشرف غني احمدزي هم چي تازه له سفر څخه راغلی وو دغه تورونه رد کړل.

غني تر هيواد دباندي د غاښونو تر درملني وروسته کابل ته په رسېدو سره په ټاکنو کي د درغليو په اړه د عبدالله د تورونو په غبرگون کي پر خپل سيال باندي ږغ وکړ چي د رايو شمېرني په پروسه کي گډون وکړي او پرېږدي چي د واک انتقال بې له جنگه ممکن سي.

هغه په خپلو خبرو کي دې ته اشاره وکړه چي مخکي تر دې چي د ټاکنو بهير مختم سوی وي، له هغه سره د اړيکو قطع کول د ماتي معنی لري.

ښاغلي اشرف غني وويل: «زما پوښتنه د اصلاحاتو او همگرايي له ټيم څخه دا ده چي خپل شکايتونه ولي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته نه سپاري.» هغه وويل چي عبدالله باید د ټاکنو کمېسيون د رسمي پايلو تر اعلانه پوري صبر وکړي.

غني د ټاکنو پر کمېسيون ږغ وکړ چي له مهال وېش سره سم د ټاکنو پايلي اعلان کړي.

د پلان له مخي به د جولا مياشتي پر دوهمه نېټه د ټاکنو کمېسیون له خوا لومړۍ پايلي اعلان سي او د دغي مياشتي پر ۲۲مه نېټه به بيا وروستۍ پايلي اعلانيږي.