1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د CIA له خوا د بندیانو ربړونه وغندله

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د چهار شنبې په ماښام وویل چې د افغانستان په یوه زندان کې د سي ای اي (CIA) له خوا د بندیانو ربړونې «په ڼړیواله کچه منل شوي د بشري حقونو ټول نورمونه تر پښو لاندې کړې دي».

https://p.dw.com/p/1E2BJ
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

ولسمشر غني دغه په دې اړه خپاره شوي رپوټونه «لړزونکي» وبلل او غوښتنه یې وکړه چې په افغانستان کې د CIA په یوه مخي زندان کې د هغو بندیانو د شمیر په اړه ورته معلومات ورکړل شي د دغه امریکايي استخباراتي سازمان له خوا له دردونکو او توهینونکو پوښتنو گرویږنو سره مخامخ شوي دي.

هغه د چهار شنبې په ماښام د دغو اقداماتو له غندلو سره وویل: «افغان حکومت دغه غیرانساني اعمال په کلکو ټکو غندي.» ولسمشر غني زیاته کړه: «په ننۍ نړۍ کې د دغه شان غیرانساني ربړونو له پاره هیڅ ډول توجیه نه شي موندل کیدای.»

د امریکا د سنا له خوا د CIA د ربړونو رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د روان کال تر پایه پورې د ناټو ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته سپاري.

غني د خپور شوي رپوټ په اړه د خبرو پر مهال وویل: «د دې دلیل چې زه نن شپه غواړم له خپلو هیواد والو سره خبرې وکړم دا دی چې غواړم د امریکا د سنا له خوا د خپور شوي رپوټ په اړه خپل موفق څرگند کړم. دا رپوټ ۴۹۹ پاڼې دی او له هغه وروسته چې ما تیره شپه له انترنت څخه ډاونلود کړ، ما یې هره کلمه لوستلې ده.»

افغان ولسمشر زیاته کړه: «دا یو ناوړه دوران دی. که یو کس په غیر انساني ډول وربړول شي، نو غبرگون به هم غیر انساني وي او په دې ترتیب سره د عمل او عکس العمل یو ناوړه دوران رامنځ ته کیږي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني روښانه کړې ده چې د رپوټ په حواله افغانان په امریکایي زندان کې ربړول شوي او حقوق یې تر پښو لاندې شوي دي: «تر دې هم دردوونکې خبره دا ده چې د رپوټ په حواله ځینې ربړول شوي کسان بې گناه ول او بیگناني یې ثابته شوې ده.»

امریکا متحده ایالاتو پر دغه هیواد باندې د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته، له بندیانو څخه د څیړنو یو لړ خاص شرایط ومنل چې له مخې یې د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه بندیان ربړول کیدای شوای.

د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته امریکايي سرتیري افغانستان ته راغلل او د طالبانو رژیم یې ړنگ کړ. پر ډیر شمیر هغو بندیانو باندې چې په افغانستان کې د څیړنو پر مهال ربړول شوي دي له القاعدې سره د اړیکو لرلو شک موجود وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب