1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د عبدالله نيوکو ته غبرگون وښود

م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

ارګ د اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدلله، د پنجشنبې ورځې څرګندونې د «د دولتدارۍ له موازینو او روحیې» سره نابرابرې بللي دي. عبدالله عبدالله په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/1JhAA
انځور: Reuters/O. Sobhani

له ارګ څخه د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په خپرې شوي بیانیه کې راغلي دي: «په تاسف سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېري ورځې خبري د دولتدارۍ له موازینو او روحیې سره برابري نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.»

د ملي یووالي حکومت اجرائیه وي رییس د پنجشنبې په ورځ په غیر عادي ټوکه پر افغان ولسمشر اشرف غني باندي سختې نیوکې وکړې او هغه یې د ټاکنیزو اصلاحاتو، الکترونیکي تذکرو د ویشلو او نورو دولتي کارونو پر وړاندي خنډ وباله. عبدالله عبدالله وویل چې د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کیدو په موخه د هغه او ولسمشر غني تر منځ د لاسلیک شوي تړون مواد نه عملي کیږي.

عبدالله وویل: «ښاغلي ولسمشره، تاسو په درو میاشتو د دې وخت نه لرئ چې له خپل اجرائیه وي رئیس سره د درو یا دوو ساعتونو له پاره یو په یو ووینئ. نو ستاسو وخت په څه تیریږي؟»

عبدالله عبدالله آن د ولسمشر غني د وړتیاو په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل: «په حکومتونو کې بحث او جدالونه وي، خو که یو کس د بحث حوصله و نه لري، نو هغه بیا د ریاست لیاقت هم نه لري.»

عبدالله ګواښ وکړ چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې د ملي یووالي حکومت د تړون د پلي کیدو په اړه له ولسمشر غني سره جدي خبري وکړي. هغه وویل: «که د ملي یووالي حکومت تړون د ولسمشر د امر د ویتو معنی نه لري، نو د دې معنی هم نه لري چې څوک دې پر خپل سر کارونه وکړي.»

خو د ارګ له خوا په خپره شوې بیانیه کې بیا راغلي دي چې د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده چې «سیاسي قشر، دولتي مقامات، علمای کرام، قومي مشران او شریف هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمي اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي» تر څو پر ټولو شته ننګونو بریالي شو.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه به جدي بحثونه وشي: «د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه [عبدالله عبدالله] د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.»

د ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر جنجالي کیدو وروسته د امریکا متحدو ایالاتو په منځګړیتوب رامنځ ته شو. د دغه حکومت د رامنځ ته کولو پر مهال د ولسمشریزو ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو په خپل منځ کې د حکومت پر ویشتلو موافقه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب