1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د کاسا پروژې د پرانيستلو له پاره تاجيکستان ته ولاړ

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوی دولتي هيئت په مشرتوب تاجيکستان ته سفر کړی. پتېيل سوې ده چي هغه به د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې په پرانيستلو کي گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1Iksr
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼي له مخي ولسمشر غني به د تاجيکستان له جمهوررئيس امام علي رحمان، لومړي وزير قاهر رسول زاده او د استازو مجلس له غړو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو په اړه خبري وکړي.

پر دې سربيره به غني تاجيکستان ته په سفر کي د می مياشتي پر ۱۲ نېټه د «کاسا- زر» پروژه چي له تاجيکستان او قرغزستان څخه افغانستان او پاکستان ته برېښنا لېږدوي په پرانيست غونډه کي گډون وکړي.

د پروژې په پرانيست غونډه کي به د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او د قرغزستان جمهوررئيس الماسبيک آتمبايف، هم گډون ولري.

د دغي پروژې تخنيکي او اقتصادي چاري په ۲۰۰۷م کال کي تياري سوي. په دې برخه کي ټول لازم ترتيبات چي په هغه کي د برېښنا او تعرفو تامين شامل دي په ۲۰۱۵م کال کي د څلورو سرو هيوادونو ترمنځ لاسليک سوي دي.

د دغي پروژې له مخي به ۳۰۰ ميگاواټه برېښنا له قرغزستان او ۱۰۰۰ ميگاواټه له تاجيکستان څخه افغانستان او پاکستان ته صادريږي. تمه ده چي پاکستان ته به دغه برېښنا په ۲۰۱۸م کال کي ورسیږي.

کاسا ۱۰۰۰، لومړۍ پروژه ده چي د افغانستان له لاري د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د انرژۍ سوداگرۍ ته لاري اواروي. افغانستان هيله من دئ چي دغه پروژه به د منځنۍ او جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د سترو پروژوو پيل وي.

د دغي برېښنا د انتقال مزي به د شېرخان بندر له لاري کندز له هغه ځايه بغلان او وروسته به له پنجشېر څخه د افغانستان د ختيځو ولايتونو له لاري پاکستان ته ورسيږي.

په پلان کي ده چي افغانستان ته به هر کال د دغي برېښنا د ترانزيت په خاطر له ۳۵ څخه تر ۴۰ ميليونو ډالرو پوري ورکړل سي.

د افغانستان په سلو کي ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده چي له گاونډيو هيوادونو ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه وارديږي. يوازي شل سلنه برېښنا په دغه هیواد کي له بندونو څخه توليديږي.