1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: فساد مو ملي شرم دی

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر د اروپايي ټولني له استازې سره یوې غونډي ته ويلي دي چي فساد په افغانستان کې د پرمختګ مخه هم ډب کړې ده. هغه ويلي دي حکومت یې له ادارو څخه فساد ورکولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې جدي اصلاحات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IinN
د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غنيانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبې (۲۰۱۶ میلادي د می ۵مه) "په افغانستان کې د فساد پرضد مبارزې تګلاري" تر سرلیک لاندې د اروپايي ټولنې یوې غونډي ته یو وار بیا د فساد پر ضد د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل، اداري فساد ددې ترڅنګ چې په هيواد کې د پرمختګ خنډ شوی، د افغانانو له پاره یو ملي شرم هم دی: «منو چې فساد زموږ ملي شرم دی او موږ اړ یو چې پر وړاندي یې مقاومت وکړو او که چیري ورته ټينگ ونه دریږو نو نه شو کولای چې په نړېوالو غونډو کې خپل بیرغ ورپوو.»

غني زیاته کړه چي د فساد له منځه وړلو له پاره لومړی باید دولتي دستګاه له سره ورغول شي، چې د هغې پرمټ بیا مهمې دولتي چاري لکه تدارکات، ګومارني، مالي مدیریت او روڼي تګلاري جوړیږي.

هغه وويل، د شفافیت رامنځته کیدو په موخه یې د ګمرګونو ۲۵ سلنه مامورین له دندو ګوښه کړي او په عدلي او قضايي بنسټونو کې هم پراخ اصلاحات دوام لري. د نوموړي په وینا په محکمو تر ۶۰۰ ډير قاضیان بدل شوي دي.

افغان ولسمشر په وارسا او بروکسل کې د افغانستان په اړه کېدونکو نړېوالو غونډو ته هم اشاره وکړه او وې ویل دغو غونډو ته له بشپړو لاسته راوړنو سره ځي: «بروکسل زموږ له پاره ډیر مهم دی او موږ نه غواړو چې له بريا پرته ورشو، نو کیدای شي له خپلو همکارانو سره پر دې بحث وکړو چې موږ کوم عملي اقدامات کړي چې وښیو موږ یوازي خبري نه بلکي عمل کوو.»

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې، په وارسا او بروکسل غونډو کې نړېواله ټولنه له افغانستان سره خپلې نوي مرستې اعلان کړي.

کارپوهان له دې امله هم دغه دواړي غونډي مهمي بولې چې د نړېوالو مرستندویه هېوادونو ډیری لیدلوري به له دغه هېواد سره د مرستو پرڅرنګوالي راټول وي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل میلبین، غونډې ته وویل چې، په هېواد کې د ناامنیو پراخیدو یو لامل فساد دی. خو د نوموړي په وینا، فساد یوازي د افغان حکومت ستونزه نه ده: «دا یوازي د افغان حکومت له پاره ستونزه نه ده، لکه څنګه چې ولسمشر په وضاحت سره وویل دا د نړېوالې ټولني له پاره، زما له پاره او نورو سفیرانو او همکارانو له پاره هم یوه ربړه ده.»