1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: له پاکستانه توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي

حسين سيرت / سيد رياض۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلمان دواړو خونو یوې فوق العاده غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې د حکومت دریځ مشخص کړ.

https://p.dw.com/p/1Ic6x
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلمان دواړو خونو یوې فوق العاده غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې د حکومت دریځ مشخص کړ.

د سه شنبې په ورځ دغه غونډه د ولسي جرگې د استازو او سناتورانو په گډون د پارلمان په نوې ودانۍ کې تر سره شوه. ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل چې د داعش، القاعدې او حقاني شبکې جنگیالي به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سختو ضربو سره مخامخ شي.

محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دغه جنایتکاران، د علم طالبان نه دي بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع دولت پر ضد راپاڅیدلي باغیان او محاربان دي. واقعي طالبان خو په مدرسو کې سبق وایي او دغه کسان چې قتلونه کوي، د علم دښمنان دي او مسجدونه ړنگوي، حق نه لري ځانونونه طالبان بولي.»

اشرف غني په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې د طالبانو د ډلې رهبري د داسې «غلام صفته او وطن دښمنه» خلکو په لاس کې ده چې د خپلو وطنوالو وینې بهوي او د افغانستان د خلکوله بربادۍ او تباهۍ خوند اخلي. هغه وویل: «د افغانستان دښمنان له هغو اجیرو ډلو لکه داعش، القاعده او د حقاني او د ځیني طالبانو د انسان وژونکو څخه عبارت دي چې د خپلو وطنوالو د وینو بهولو څخه خوند اخلي او د جگړې او ډار رامنځ ته کولو ته یې ادامه ورکړې ده.»

د محمد اشرف غني په خبره طالبانو په سیاسي تعامل کې خپله ناپوهي او بې لیاقتي ثباته کړې ده. هغه د افغانستان له جیدو علماوو څخه وغوښتل چې د هغه په خپله وینا «دغو جاهلانو او گمراهانو ته د حق لاره وښيي او له گمراهي یې راوباسي.»

«افغانستان په کورنۍ جگړه کې ښکیل نه دی»

افغان ولسمشر وویل چې د نړۍ په هیوادونو کې دا اجماع رامنځ ته شوې ده چې دا هیواد په کورنۍ جگړه کې ښکیل نه دی. بلکې په وینا یې د افغانستان د حکومت او د خلکو پر وړاندې دغه جگړه تروریستانو او د هغوی سیمه ییزو ملاتړو پر لاره اچولې ده. افغان ولسمشر زیاته کړه چې د افغانستان ښځې او نر له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

محمد اشرف غني په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د حقاني شبکه او د طالبانو ډلې تصمیم لري چې افغانستان یو ځل بیا «تیارې دورې» ته وروگرځوي. هغه د افغانستان له استازو او ټولو خلکو څخه وغوښتل چې خپل یووالی وساتي. هغه په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې د دفاعي او امنیتي قوتونو د حمایت له پاره د یوه پنځه کلن امنیتي پلان په باب د نړیوالو تمویل کوونکو اجماع رامنځ ته شوې ده او په پام کې ده چې په نزدې راتلونکي کې به پرې وارسا کې خبري وشي. هغه په څو راتلونکو ورځو کې د دفاع وزیر او ملي امنیت رئیس د معرفي کیدو یادونه هم وکړه.

د سولې په هکه د حکومت دریځ

افغان ولسمشر پر دې خبره ټینگار وکړ چې د سولې راوستو او طالبانو له ډلو سره د مذاکراتو له پاره یې ټولې هڅي کړي دي. ولسمشر غني وویل چې له داعش او القاعدې سره به هیڅ ډول مذاکرات و نه شي خو د هغو طالبانو له پاره دروازې پرانیستي دي چې غواړي د خبرو اترو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د افغان ولسمشر په وینا د سولې څلور اړخیزې ناستې چې خپلې ستونزې یې هم درلودي اغیزمنې وې. د هغه په خبره د دغو خبرو اترو په پایله کې افغانستان د اسلامي هیوادونو په منځ کې له ښه ځای څخه برخمن دی.

د اشرف غني په خبره هغه هیوادونه چې د څلور اړخیزو خبرو اترو په چارچوکاټ کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، منزوي شوي. د هغه په خبره پاکستان په کتبي توگه په دغو خبرو اترو کې ژمنه کړې وه چې د هغو کسانو پر وړاندې چې د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شي، له نظامي انتخاب څخه استفاده وکړي.

اشرف غني وویل: «موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي. خو له پاکستانه غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودریږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو او زموږ د نړیوالو همکارانو د استخباراتي معلوماتو په اساس او پخپله د پاکستاني مقاماتو په قول، مرکزونه یې په پاکستان کي دي او په پاکستان کې اوسي.» افغان ولسمشر وویل چې د افغانستان او پاکستان اړیکي د نړیوال حقوقي چارچوکاټ له مخې تنظیمیږي.

ولسمشر په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې د ټولو ترهگرو ډلو د جنگیالیو پر وړاندې به د اعدام په شمول له ټولو قانوني لارو څخه کار واخیستل شي.