1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان سره د اړيکو ښه والی، د سولي په خبرو کي مرسته کوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې د کابل او اسلام آباد تر منځ د «تاریخي غلط فهیمو» له منځه وړل به له طالبانو سره د سولي په خبرو کې مرسته وکړي. ولسمشر غني دغه څرگندونې د «تماس نړیوالي ډلې» په غونډه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FTm5
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

افغان ولسمشر له پاکستان سره د وروسیتو خبرو په هکله ویلي دي چې «زه له پاکستان سره د سولي د خبرو اترو په هکله خوشحاله یم.» د آلمان خبري آژانس په وینا ولسمشر غني ویلي دي چې دغه خبري اتري به د داوړو گاونډیو هیوادونو تر منځ له اوږدې مودې راهيسي د «نه اعلان شوی جنگي حالت» په ليري کولو کې مرسته وکړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې کاږي چې په تیر کال کې واک ته تر رسیدو وروسته ولسمشر غني پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړی دی. پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له فعالو ډلو سره د اړیکو لرلو شالید لري.

غني د تماس ډلي کنفرانس ته په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې اسلام آباد اوس د کابل له ادارې سره له طالبانو سره د سولي په خبرو کې مرسته کوي.

د تماس د نړیوالي ډلي شپاړسمه غونډه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۲۱مه) په کابل کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د۵۰ هیوادونو او نړیوالو ټولنو استازو گډون لاره.

د دغي غونډي اصلي هدف د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو په هکله خبري اتري دي. د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی میشایل کوخ، چې د دغي غونډي مشرتوب پر غاړه لري، د ملي یووالی حکومت د کابینې د جوړیدو هرکلی وکړ.

افغان ولسمشر په خپلو څرگندونو کې وویل چې تر دې وروسته باید د افغانستان په اړه هیڅ منفي فکر موجود نه وي. هغه زیاته کړه: «دا ممکنه نه ده، موږ سقوط نه کوو. هیڅکله باید داسي فکر موجود نه وي. د افغاستان د خلکو اراده او عزم باید تر پوښتني لاندي را نه شي.»

محمد اشرف غني په خپلو څرگندونو کې وویل چې د افغانستان د خلکو غیږ د هغو کسانو له پاره چې سوله غواړي پرانیستې ده، خو څوک چې جگړه غواړي، خپل ځواب به تر لاسه کړي. د ولسمشر غني په وینا په افغانستان کې جگړه د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې نه ده، بلکې اصلي موخه یې د افغانستان بې ثباته کول دي.

ثبات او سوداگري

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د مرستو کمښت، دغه هيواد له اقتصادي رکود سره مخامخ کړ. د ډالر پر وړاندي د افغانۍ بیه راکښته شوې او له دې سره بې روزگاري هم ډیره شوې ده. د محمد اشرف غني په وینا له امریکا متحدو ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د حامد کرزي ډډه کولو، يوه داسي خلا رامنځ ته کړه چې جبران یې ډیر وخت ته اړتیا لري.

افغان ولسمشر وویل چې په سیمه کې د اقتصادي وضعیت ښه والی یوازي د سوداگرۍ له پراختيا سره تړلی دی. د هغه په وینا د افغانستان گاونډیان کولای شي د خپل تجارت په پراخولو سره د سیمي هیوادونو له اقتصاد سره مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب