1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: موږ د سولي هیله لرله خو له پاکستانه د جګړې پیغام راځي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۹, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دوشنبې په ورځ پر ګاونډي هیواد پاکستان باندي سختې نیوکي وکړې او ویې ویل چې پاکستان باید له هغه سره کړي ژمني د عمل په ډګر کې وښيي.

https://p.dw.com/p/1GCmX
انځور: DW/H. Hashimi

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «وروستیو څو ورځو ښوولې ده چې د ځانمرګو بریدکوونکو روزونکي او د بمونو جوړولو فابریکې چې زموږ خلک وژني د پخوا په شان په پاکستان کې فعاله دي.»

هغه زیاته کړه: «موږ د سولي هیله لرله خو له پاکستانه د جګړې پیغامونه ترلاسه کوو.» افغان ولسمشر په داسې حال کې پر پاکستان باندي سختې نیوکې وکړې چې په تیرو څو ورځو کې په کابل کې سخت بریدونه وسول.

نن د دوشنبې په ورځ د غني تر خبري کنفرانس لږ دمخه د کابل د هوایي ډګر په لومړۍ دروازه کې موټر بم چاودنه کي پنځه انسانان ووژل او ۱۸ نور ټپيان شول.

پاکستان د طالبانو ملاتړی بلل کیږي. پر اسلام آباد باندي تور دی چې اوس هم د یاغیانو ملاتړ کوي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي او وایي چې پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او د دغې ستونزې د له منځه وړلو له پاره له افغان حکومت سره همکاري کوي.

ولسمشر غني تیر کال په سپتمبر میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته وویل چې افغانستان او پاکستان په یوه نه اعلان شوي جنګ کې دي. هغه پاکستان ته سفر وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د دغې ستونزي د حلولو هڅه وکړه. پاکستان ته د ولسمشر غني د نزدې کیدو له کبله پر افغان ولسمشر باندي سختې نیوکې هم وشوې.

د ولسمشر د دوشنبې د ورځې خبري د پاکستان پر وړاندي د هغه تر ټولو سخت دریځ بلل کیږي.

هغه وویل: «د پاکستان له لومړي وزیر سره ما د تیري ورځي [یکشنبې] په خبرو کې، هغه ته وویل چې په افغانستان کې ترهګرۍ ته هم په پاکستان کې د ترهګرۍ په سترګه وګوري.»

هغه وویل: «ما د پاکستان له حکومت څخه وپوښتل چې که د شاه شهید عام وژنه په اسلام آباد کې شوې وای او عاملان یې په افغانستان کې وای، نو تاسو به څه کړي وای؟»

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ انسانان ووژل شول او په سوونو نور ټپیان شول.

د کابل په هوايي ډگر کي د موټربم چاودني انځورونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل