1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: خپل ماشومان له زده کړې مه محروموئ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د زده کړې پر وړاندې خپله جگړه پای ته ورسوي او د افغانستان د سولې له پاره له هلو ځلو سره یو ځای شي.

https://p.dw.com/p/1DVn9
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

ولسمشر غني د ښوونکي د ورځې په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل چې افغانان باید د سولې او ثبات له پاره یو له بل سره لاسونه ورکړي: «موږ د دولت پر وسله والو مخالفو ډلو باندې چې خپله له زده کړو څخه محروم شوي، غږ کوو چې خپل ماشومان له زده کړو څخه مه محروموی.»

ولسمشر غني د روان کال د سپتمبر پر ۲۹مه نیټه د افغانستان د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. هغه د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د اصلاحاتو ژمنه کړې ده. غني ویلي دي چې پر سولې، زده کړې او ښه حکومتوالي به تمرکز وکړي.

غني د چهارشنبې ورځې په غونډه کې وویل: «راځې چې یو له بل سره لاسونه ورکړو او په هیواد کې سوله راولو ځکه له سولې پرته ثبات نه شي راتلای.»

غني د ولسمشرۍ له پاره په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ښوونځیو سطحه به لوړه او له ستندردونو سره به یې برابره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز ملاله یوسفزۍ ته چې د ۲۰۱۴ کال د سولې نوبل جایزه یې گټلې ده مبارکي ووایله. ملالې په پاکستان کې د نجونو او ماشومانو د زده کړې د حق له پاره کار کاوه. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا پر سر ویشتل شوې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب