1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په حکومت کې «پنځم ستون» شتون نه لري

مسعود جهش۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو باندې د سولې غږ کړی دی. هغه په عین حال کې ویلي دي چې په حکومت کې «پنځم ستون» چې ډیر وخت په حکومت کې د وسلوالو مخالیفنو ملاتړو ته ویل کیږي، شتون نه لري.

https://p.dw.com/p/1JJtt
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

افغانانو د چهارشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړی ورځ ولمانځله. ولسمشر غني په خپل اختریز پیغام کې د چابهار بندر د درې اړخیز تړون په ګډون، د یو شمیر اقتصادي پروژو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغو پروژو له پلې کیدو سره به افغانستان له اقتصادي محاصرې څخه ووځي.

ولسمشر غني وویل چې د افغانستان په بهرني سیاست کې ډیر پرمختګ شوی دی او افغانستان توانیدلی دی چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره خپلې اړیکې ډیرې ښې کړي.

که څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو تر ناکامو هڅو وروسته، اوس د سولې بهیر یوه څه کمرنګه شوی دی، خو افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې دروازه د یاغیانو پر مخ پرانیستې ده خو هغه ګواښ وکړ چې «د سولې بهیر ته رد ځواب به درانه عواقب ولري».

په حکومت کې «پنځم ستون نه شته»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې همداراز هغو آوازو ته هم اشاره وکړه چې ګواکې په حکومت کې د «پنځم ستون» په نوم د وسلوالو مخالفینو پلویان شتون لري او دغه شان آوازې یې بې اساسه او د «دښمن توطئه» ووبلله. غني وویل: «په دې کې شک نه شته چې دښمن په مکرر ډول هڅه کوي چې خپل نفوذي عوامل ولري.» خو ولسمشر غني ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي او کشفي سازمانونه د تیر وخت په پرتله لا پیاوړي شوي دي.

هغه وویل: «ما هغوی ته قاطعانه امر کړی دی چې په حکومت او له هغه څخه بهر هر شکمن حرکت تر څارنې لاندې ونیسې او د دښمن د توطئه په کشف او خنثی کولو کې په جرائت او دقت عمل وکړي.»

غني افغانانو ته ډاډ ورکړ چې له دښمنانو سره د مبارزې په برخه کې قاطع اراده شتون لري. هغه وویل، هغه کسان چې د «دښمن» ملاتړ کوي به د عدالت منګلو ته وسپارل شي.
د ملي یووالي حکومت مشر محمد اشرف غني همداراز وویل، هغو افغان چارواکو چې د پولیسو د امنیت په ټینګولو کې غفلت کړی وو، له دندې کوښه شوی او تر عدلي تعقیب لاندې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب