1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غوږونه پرېکړې افغانه په خارج کي د درملنې هيله لري

۱۳۹۵ بهمن ۱۴, پنجشنبه

هغه افغان مېرمن چي مېړه يې ورڅخه دواړه غوږونه پرېکړي، غواړي له افغانستان څخه دباندي يې درملنه وسي. دغه ۲۳ کلنه وايي چي غواړي د بسپنو په مرسته د درملنې له پاره اړيني پيسې راټولي کړي.

https://p.dw.com/p/2Wrri
Häusliche Gewalt Afghanistan
آرشيف انځورانځور: DW/H.Hashimi

زرينه هغه ۲۳ کلنه افغانه مېرمن ده چي د مزار شريف په روغتون کي تر درملنې لاندي ده. د دغې مېرمني څخه د هغې مېړه دواړه غوږونه پرېکړي کړي دي. هغې فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي هيله لري درملنه يې له افغانستان څخه دباندي په خارج کي وسي. نوموړي زياته کړې چي د دغه مقصد له پاره غواړي له خلکو څخه بسپني تر لاسه کړي. هغې له افغان چارواکو څخه هم د مرستي هيله کړې ده.

زرينې له ورسره سوي تاوتریخوالي په هکله خبري کړي دي. دغه مېرمن چي د بلخ ولايت په يوه داسي کلي کي ژوند کوي چي د ازبکستان و سرحد ته نژدې پروت دی ويلي چي د دوشنبې په ماخستن (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۳۱مه نېټه) ورسره دغه تاوتريخوالی د خپل مېړه له لوري وسو.

هغې ويلي چي مېړه يې د شپې په ۳ بجې راپاڅوله، زياته يې ووهله او بالآخره يې دواړه غوږونه ورڅخه غوڅ کړل. دغې افغانې مېرمنې ويلي چي تر هغه وروسته يې مېړه وتښتېد.

زياته سوې چي د زرينې ګاونډيانو د پيښي په سهار هغه په داسي حالت کي وموندله چي ډيري ويني ورڅخه تللي وې. دغه ګاونډيانو بيا دغه مېرمنه د هغې خپلوانو ته ورسوله چي هغوی په مزاره شريف کي په روغتون کي داخله کړه. د مزار شريف د اړونده روغتون رئيس ويلي دي چي کله چي دغه مېرمن ورته راوستل سوه نو هغې سخت تکان خوړلی ؤ او ډيري ويني يې توی سوي وې.
 

د زرينې په هکله ويل سوي چي هغه ۱۳ کلنه وه چي خپل مېړه ته ور په نوم کړل سوه. زياته سوې چي کله چي نوموړې ۲۰ کلنه وه نو مېړه ته ورواده کړله سوه. د اړونده ولايت وياند ويلي دي چي د زرينې د تورن او تښتېدلي سړي تلاښ ادامه لري.

د ښځو د حقونو فعالې فهيمې رحيمي ويلي چي د بلخ وروستۍ پېښه د افغانستان پر مېرمنو د ورځني تاوتريخوالي له بيلګو څخه يوه ده. هغې ويلي چي د دغه عمل عامل کس بايد محکمې ته کش کړل سي او د هغې په وينا ورته داسي سزا ورکول سي چي نورو ته يو خبرداری وګرځي. د هغې په وينا زيات وختونه داسي عاملين بېله سزا ليدلو آزاديږي. رحيمي ويلي چي د افغانستان پر حکومت يې نور اعتماد له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کي د طالبانو د رژيم له ړنګېدو تقريبا تر ۱۵ کالو زيات وخت وروسته لا هم په دغه هيواد کي د مېرمنو په وړاندي تاوتريخوالی د ورځني ژوند يوه برخه ده. زياتره وختونه د تاوتريخوالي عاملين يا مړونه او يا هم د کورنۍ نور نارينه وي. صرف په استثنايي حالاتو کي دغه کسان مسؤل نيول کيږي.

د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ مياشت کي په فاريا کي يو سړي د خپلې مېرمني څخه پوزه پرې کړې وه. په تېر دوبي کي بيا په غور ولايت کي يو مېړه خپله ۱۴ کلنه مېرمنه چي حامله داره هم وه، په اور وسوځله چي له کبله يې هغې ساه ورکړه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.04.2014):