«غیرقانوني ښکار او کېندنې هرکال په میلیاردو ډالره زیان اړوي»
۱۳۹۵ خرداد ۱۶, یکشنبه
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د روټرز خبري آژانس څخه ترلاسه شوو رپوټو په حواله په نړیواله کچه د مختلفو انواعو حیواناتو ښکار، په غیرقانوني توگه د ونو پریکول او بې له اجازې څخه د کانونو کیندنه هغه جرایم دي چې نه یوازې د اقلیمي د لا زیات خرابیدو سبب گرځي، بلکې له دې درکه هر کال تر دوه نیم سوه میلیارده ډالرو ډیر مالي زیان هم اړوي.
د جون میاشتې په څلورمه نیټه د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام (UNEP) او بین المللي پولیسو (انټرپول) په گډه یو رپوټ خپور کړی دی. د دغه رپوټ په حواله په کولمبیا کې د نشه یې توکو د کاروبار کونکو منظمو ډلو له خوا په غیر قانوني توگه د سرو زرو د کان کیندنه، د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کې په غیرقانوني توگه د ونو پریکول، او په ډیر شمیر هیوادونو کې د قیمتي حیواناتو غیر منظم ښکار. دا ټول هغه فکتورونه دي چې په مجموع کې نه یوازې دا چې د چاپیریال ساتنې کوښښونو ته زیان رسوي، بلکې د هغې د تباهې سبب گرځي.سربیره پر دې دغه غیرقانوني او چاپیریال ساتنې ضد اعمال په مجموع کې نړیوال اقتصاد ته هر کال ۲۵۸ میلیارده ډالره خساره وراړوي. تر دې هم د ډیرې اندیښنې خبره دا ده چې په څومره چټکتیا سره چې نړیوال اقتصاد د ودې او پرمختگ په حال کې دی، د دغو جنایت کاره ډلو په عاید کې د هغې دوه یا درې برابره یعنې په میلیاردونو ډالره زیاتوالې رازي.
د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام عمومي منشي ژرگن ستاک، د دغه رپوټ د خپرولو پر مهال په خپله وینا کې وویل: «د چاپیریال ساتنې اړوند جرمونه یو داسې حقیقت دی، چې په پرله پسې توگه په ډیرې چټکې سره مخ په زیاتیدو دي.»جنایتکاره ډلې ډیرې پيسې ترلاسه کوي
د رپوټونو په حواله د دا ډول جرمونو د مخنیوي له پاره د ملگرو ملتونو فعالې ادارې یوازې له ۲۰ څخه تر ۳۰ میلیونه ډالرو پورې پیسې مصرفوي. نوموړي ادارې د داسې جرمونو او یا مجرمینو د مخنیوي هڅه کوي چې د هغوې د کلني عاید اندازه له ۹۱ میلیاردو څخه تر ۲۵۸ میلیاردو پورې رسیږي.
د رپوټونو له مخې دا کار د هغو مختلفو ډولونو ځنگلي حیوناتو د نسل د لمنځه تلو سبب گرځي چې له پخوا یې نسل د ورکیدو له گواښ سره مخامخ دی. د بیلگې په توگه په تیرو دوو لسیزو کې په ټوله نړۍ کې د فیلانو د مجموعي شمیر یو پر څلورمه برخه یې د هغوې د قیمتي غاښونو د ترلاسه کولو له پاره د جنایتکاره ډلو له خوا وژل شوي دي. د دغو غاښونو مالي ارزښت په کال کې له ۷ څخه ۲۳ میلیارده ډالرو پورې رسیږي.
د دغه رپوټ د ارقامو پر بنسټ چې (UNEP) او د پولیسو نړیوالې ادارې انټرپول په گډه خپور کړی دی په تیره یوه لسیزه کې د فیلانو غیرقانوني ښکار کونکو مجرمینو هر کال په اوسط ډول ۳۰۰۰ فیلان د هغوې د غاښونو ترلاسه کولو له پاره ښکار کړي یا وژلي دي. په دې توگه نو په لسو کلونو کې ۳۰ زره فیلان وژل شوي دي.
د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام مشر آخِم شټائنر وایې: «جنایت کاره ډلې له دې درکه په غیرقانوني توگه پيسې ترلاس کوي. دوی نه یوازې په نړیواله کچه منظم جنایتکاره بانډونه فعاله ساتلي دي، بلکې په بین المللي سطحه د نا امنۍ او بې ثباتۍ سبب هم گرځي.»