فالدو: تایګر ودس نور نه ماتیدونکې لوبغاړی نه دی
۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبههغه زیاته کړې چې دغې موضوع د ګالف د لوبې په ډګر کې د نوو او ځوانو استعدادونو په رامنځ ته کیدو کې مرسته کړي.
فالدو سینګاپور کې راپورترانو ته ویلې دې چې تایګر ودس لا تراوسه هم کولای شی چې د تورنمنتونو اتل شي خو د فالدو په وینا ودس د نه ماتیدونکي لوبغاړې په ټوګه د خپل پخواني شهرت د ترلاسه کولو لپاره لا ډیر کار ته اړتیا لري.
فالدو د اسیا د اماتورانو د تورنمنت په درشل کې وویل چې اوس ځوانان په ډیرې آرامۍ سره خپلي لوبې تر سره کوې ځکه چې اوس هغوی په دې خبره پوه شوي چې تایګر ودس نور نه ماتیدونکی نه دی. فالدو زیاته کړي:
«پخوا ټایګر ودس د ګالف په لوبې کې داسی بارز حضور درلود چې لوبغاړو په د هغه نوم د د لوبې د اتلانو په قطار کې راوست خو اوس هغوی په خپلې لوبې تمرکز کوي. اوس ودس هغه پخوانې شهرت او بیم نه لري.»
ودس چې 14 وارې د ډیرو مهمو اتلولیو قهرمان پاتي شوی دی د 2009 کال د نویمبر د میاشتې څخه را په دیخوا نه دی توانیدلې چې کومه اتلولۍ وګټي.
فالدو ویلې دا چې ودس یو ځل بیا د ګالف د لوبې تر ټولو پیاوړی لوبغاړی شي او پخوانی بیم یې یو ځل بیا رامنځ ته کړي، یو ممکن کار دی خو د هغه په وینا ودس باید د دغه کار لپاره ډیر زیار وباسې.
ودس چې اوس مهال جولکافا د خپل بګمن په توګه ګمارلې په دې هیله دې چې په نوو تورنمنتونو کې ښه وځلیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل