1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فدرالي قاضي د ترمپ د مهاجرت فرمان په موقتي توګه لغوه کړ

۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

یو امریکایي فدرالي قاضي، د اووه مسلمان میشته هیوادونو پر وګړو باندې د ولسمشر ترمپ د سفر بندیز په موقتي توګه لغوه کړی. سپینې ماڼۍ پر دې پریکړې سختې نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Wy1M
USA Präsident Trump - Flugzeug
انځور: Reuters/C. Barria

امریکایي قاضي جیمز رابرت، د جمعې په ورځ د ټول هیواد په کچه د ولسمشر دونالد ترمپ د هغه اجرائیه وي فرمان پر ضد حکم صادر کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالاتو ته له اوو مسلمان میشته هیوادونو څخه د وګړو پر سفر باندې بندیز لګیدلی دی.

رابرت ویلي دی: «هیواد [دې فرمان له کبله رامنځ ته شوی] تاوان د فوري او نه رغیدونو زخمونو له لارې ښوولی دی.»

د واشنګټن څارنوال باب فیرګوسن، د دغه فرمان پر ضد عریضه ورکړې وه. هغه استدلال کړی دی چې فرمان د امریکا متحده ایالاتو د قانوني اوسیدونکو له پاره د لازمو پروسو زمینه نه برابروي: «قانون یو ډیر پیاوړی څیز دی. قانون د دې وړتیا لري چې له هر چا څخه حساب واړي، چې په کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر هم شامل دی.»

اوس نو د عدلیې وزارت، د امریکا متحده ایالاتو د کورنیو وزارت ته د دغې پریکړې په اړه خبرې وکړی دی او دواړو وزارتونو سره پر دې کار پیل کړی چې تر دې د وروسته اقداماتو څرنګوالي روښانه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د هوایي چارو ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې چې هغو کسانو ته په الوتوکو کې د سپریدو اجازه ورکړي چې تر دې مخکې د ولسمشر ترمپ د فرمان له خوا اغیزمن کیدل.

د پریکړې تر اعلان لږ وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند شین سپایسر، وویل چې د عدلیې وزارت غواړي غواړي د ولسمشر له فرمان څخه دفاع وکړي. هغه ویلي دي چې د دونالد ترمپ فرمان «قانوني او مناسب» دی.

د جمعې د ورځې له پریکړې سره اوس د ولسمشر دونالد ترمپ د اجرائیه فرمان راتلونکې ډیره روښانه نه ده. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت مدافع وکیلانو آن د پنجشنبې په ورځ د فرمان د لغوه کولو هڅو د دورولو په موخه اقدامات کړي وو.

ترمپ د مهاجرت په اړه له خپل فرمان سره په امریکا متحده ایالاتو او د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې سختې نیوکې راوپارولې. د دغه فرمان له مخې د ایران، عراق، سودان، سومالیا، لیبیا او یمن هیوادونو وګړي نه شي کولای چې تر ۹۰ ورځو پورې امریکا متحده ایالاتو ته داخل شي. یو شمیر امریکایي وکیلان استدلال کوي چې دغه فرمان د اساسي قانون خلاف دی ځکه د یوه دین پلویان په نښه کوي. خو د ترمپ اداره بیا وایي چې بندیز پر مسلمانانو نه، بلکې پر اوو هیوادونو باندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د خپور شوي فرمان له مخې له ۶۰۰۰۰ د لږ شمیر کسانو ویزې لغوه شوې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.01.2017):