1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه افغانستان ته نوی پوځی روزونکی استوی

۱۳۸۶ خرداد ۲۵, جمعه

د فرانسی دد فاع وزارت نن وویل چی نوموړی هیواد د افغانستان د ملی پوځ د روزنی لپاره خپلو هڅی پراخوی او پریکړه ئی کړی چی 150 تنه نور پوځی روزنکی افغانستان ته واستوی.

https://p.dw.com/p/DK9W
د فرانسی د پوځی روزنکو یوه پنځوس کسیزتیم همدا اوس په کابل کی د افغانستان د ملی پوځ د غړو په روزنی بوخت دئ
د فرانسی د پوځی روزنکو یوه پنځوس کسیزتیم همدا اوس په کابل کی د افغانستان د ملی پوځ د غړو په روزنی بوخت دئانځور: AP

د فرانسی د دفاع وزارت ویاند Jean-Francois Bureau په خپل خپل اونی ایز خبری کنفرانس کی وویل: “ د افغانستان ځواکونه او بیا په خاصه توگه د پوځی صاحبمنصبانو روزنه له هر څه څخه زیات ړومبیتوب لری.” هغه یادونه وکړه . “ مونږ له خپلو ټولو امکاناتو سره افغانستان سره مرسته کوو، تر څو دغه هیواد وکړای شی چی خپل ملی پوځ جوړ کړی. دغه هدف ته رسیدو سره افغانستان کی امن او ثبات ټینگږی.
د فرانسی د دفاع وزارت ویاند Jean-Francois Bureau ، وویل: د فرانسی د نوموړو پوځی روزونکو د استولو موضوع به په بروکسل کی د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کی بحث ته وړاندی شی.
د فرانسی د پوځی روزنکو یوه پنځوس کسیزتیم همدا اوس په کابل کی د افغانستان د ملی پوځ د غړو په روزنی بوخت دئ.
په ځینو هیوادونو لکه فرانسی، آلمان، ایتالیی او هسپانی باندی انتقاد کیږی چی د طالبانو خلاف جگړی کی په کافی اندازی وڼډه نه اخلی.
د فرانسی د پوځی ځواکونو ویاند، Christophe Prazuck د وینا له مخی، تر اوسه پوری په ډاگه شوی نه ده چی د فرانسی دغه نوی روزنکی به څه وخت افغانستان ته واستول شی. هغه زیاته کړه چی دغه نوی روزنکی به افغان پوځیان د جنگی عملیاتو لپاره چمتو کړی ، خو هغوی خپله به په دغو عملیاتو کی ونډه وانخلی.
د فرانسی دد فاع وزیر،Herve Morin د سه شنبی په ورځ په پاریس کی وویل چی فرانسه غواړی په افغانستان کی خپلی ستراتیژی ته بدلون ورکړی او هغه داچی دغه هیواد به د پوځی عملیاتو پر ځای ډیر زیات د افغان د امنیتی ځواکونو د روزنی په ستراتیژی ټینگار وکړی.
د فرانسی د دفاع وزیر د امریکی متحده ایالاتو له دفاع وزیر ، Robert Gates سره له یوی لیدنی کتنی څخه وروسته وویل . “ مونږ نه غواړو چی تل تر تله په افغانستان کی پاتی شوو. “
گیتس په خپلو اروپائی متحدینو زور اچولی دئ چی افغانستان ته د نورو زیاتو پوځیانو د استولو لپاره ژمنه وکړی.

په عین وخت کی د آلمان دد فاع وزیر Franz Josef Jung هغه یوه غوښتنه رده کړی چی د افغانستان لپاره د آلمان د ملی پوځ د آیساف او تلی پاتی آزادی نومی عملیاتو ماموریتونه دی سره گډ کړای شی. په بروکسل کی د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډی په حاشیه کی یونگ وویل : “ په دی اړوند مونږ تر اوسه پوری جلا جلا ماموریتونه درلودل او زمونږ نظر دا دی چی په دی ډول پاتی شی.
په افغانستان کی له ایساف څخه جلا، د امریکی متحد ایالاتو په مشری، د تروریزم پر ضد د تلی پاتی آزادی نومی عملیات یا Enduring Freedom Operation په لاره اچول کیږی. آلمان هم د خپل خاصوKSK نومو کوماندوسره په دغو عملیاتوکی وڼډه لری. که څه هم د یوی داسی ونډی لپاره د آلمان د پارلمان یوه پریکړه شته دئ، خو د هغی په سر شخړه ده .