1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه بيا په ناتو کې؟

۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبه

فرانسه په 1949 ميلادي کال کې د شمالي اطلس د نظامي دفاعي ټلوالې ناتو د بنسټ اېښوونکو له ډلې څخه وه او حتې د ناتو قرارگاه په هغه هېواد کې مېشته وه.

https://p.dw.com/p/H5UZ
د ناتو نښانانځور: NATO

خو د امريکې دروندوالی له هم هغه اول څخه د اولسمشر چارلس دې گول د سترگې اغزی وو. کله چې فرانسه اتومي ځواک ته ورسېده، نو موړي نه غوښتل د هغه هېواد د اتومي وسلو واک د بل په لاس کې وي. هم هغه وو چې په 1966ميلادي کال کې يې فرانسه د ناتو له نظامي جوړښت څخه واېسته.

دوگول وايي: خبره دا ده چې د ملي واکمنۍ يو نورمال حالت بېرته منځ ته راوستل شي.

د ناتو اصلي قرارگاه له پاريس څخه بروکسل ته ولېږدول شوه. له دې وروسته فرانسې بېرته پر خپلو اتومي وسلو باندې بشپړ اختيار تر لاسه کړ، مگر په ناتو کې يې اهميت له لاسه ورکړ. دا څه د دوگول ځای نيوونکو هم ومنل. په 2003ميلادي کال کې پر عراق باندې د امريکې د مشر جورج بوش له يرغل سره، د سمندر د دواړو اړخونو مخالفت يو ځل بيا تازه شو. هغه وخت د فرانسې مشر ژاک شيراک په ډاگه کړه:

موږ د خپل منطق بدلون ته کومه اړه نه وينو، دا د صلحې منطق دئ، او چې له دې نه د جنگ يوه منطق ته واوړو.

د فرانسې مشر سرکوزي يوه نوې اروپايي ناتو غواړی
د فرانسې مشر سرکوزي يوه نوې اروپايي ناتو غواړیانځور: AP

ولې ١٩ لسيزه کې په پارېس کې يو بل خيال راپيدا شو. د سړې جگړې پای ته رسېدنې يو بشپړ نوی ستراتيژي حالت رامنځ ته کړ. له 2001 کال راپديخوا له ترهگرۍ سره مبارزه همواره مخ ته راځي. اوس موجوده مشر سرکوزي غواړي بېرته ناتو ته ورشي. مگر گڼ شمېر فرانسويان هم هغه د پخوا غوندې چندان خوشبين نه دي. سرکوزي د پوځيانو په وړاندې خپلې موخې ته اورپايي سياست دليل راووړ او په ډاگه يې کړه:

زموږ ټول اورپايي ملگري په دې ټلواله کې غړيتوب لري. او دوی نه پوهيږي چې موږ ولې ترې ليرې يو.

سرکوزي هغه نظامي جوړښت ته ورتگ کومه کمزورتيا نه بولي، بلکه د فرانسې پياوړيتوب، او وايي چې فرانسويانو ته په ناتو کې د اهميت وړ څوکيو د ورکونې ژمنه هم ورسره شوې. سرکوزي نه يواځې د فرانسې، بلکه په ناتو کې د تولې اورپا برخه درنده او پياوړې کړي. فرانسه خو هسې هم اوس اوس د ناتو په مهمو دندو کې برخه اخلي، مثلا په افغانستان او بالکان کې.

سرکوزي څرگندوي، دواړه په گډه - يوه ځانگړې دفاعي اورپا او يو اطلسي سازمان - موږ به په دواړو کې ځای ولرو.

يوه اورپايي ناتو، په دې کلمه سره سرکوزي نه يواځې د فرانسويانو د زړه خبره کوي، بلکه د خپلو اورپايي ملگرو د زړو هم - د آلمانيانو په شمول. د جرمن د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ په کراکاو کې د ناتو غونډې ته د فبرورۍ د مياشتې په پای کې جوته کړه:

زما په خيال دا به گټور کار وي، نه يواځې د ناتو د پاره، که چېرته فرانسه بېرته پوره غړيتوب ولري، بلکه د اورپا د پاره هم، که چېرته اورپايي تولنه هنوز هم د دفاعي سياست د پياوړې ستنې په توگه ځان جوړوي، تر څو له ناتو سره په شريکه اغېزمنې معاملې وکولی شي. افغانستان ته وگورئ، کوزاوو ته وگورئ. هلته دا د اهميت وړ کار دئ، چې ناتو او اورپا نږدې گډکار سره وکوي.

پای دا چې، ښکاري د اپريل د مياشتې په پای کې د ناتو سرمشريزې غونډې ته د په اصطلاح ورک شوي زوی د ورتگ په لاره کوم کوم خنډ نه ليدل کيږي.