1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

فرانسه د اور وژني له پاره د نورو هيوادونو مرسته غواړي

۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبه

د فرانسې په جنوب ختيځ کې د اور د کنترول او وژنې له پاره د اروپايي ټولنې له نورو غړو هیوادونو مرسته غوښتې. د اور له سیمې څخه کابو ۱۰ زره کسان نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي.

https://p.dw.com/p/2hA5P
Frankreich Waldbrände
انځور: picture-alliance/MAXPPP/F. Fernandes

په فرانسه کې د دې اور د کنترول او وژني له پاره کابو ۴۰۰۰ اور وژونکي او ۱۹ الوتکې ګومارل شوي دي. د فرانسې چارواکو د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې چې اور د دغه هيواد په جنوب ختیځ کې د کوتي ازور په نامه سیلانیانو سیمې ته د پراخیدو په حال کې وو، په شپه کي د خلکو د تخلیې او ژغورني پراخ عملیات پيل کړل.

په سیمه کې د اور وژونکې ادارې یوه چارواکي ويلي دي: «د اور د پراخیدو له امله د ژغورنې علمایاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۰ زره کسان نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي.» په دې سیمه کې د اوړي په موسم کې د خلکو نفوس دوه یا درې برابره زیاتیږي.

د اور وژنې په دې عملیاتو کې تر اوسه پوري ۱۲ اور وژونکې ټپیان شوي او د دوشنبې په ورځ هغه وخت چې دغه اور لیګیدلی د تنفسي ستونزو له امله ۱۵ نور اور وژونکي ناروغان شوي.

هیڅ روغ نه دي پاته

د ګرمې هوا او تندو بادونو له امله د اور وژونکو هڅې هم محدودې شوي. د مدیترانې دې ساحلي سیمي ته د اور وژونکو د مرستې له پاره ډېر اور وژونکي هم رسیدلې دي.

د فرانسې په جنوب ختيځ کې د اور وژنې د خدماتو مشر، ډګروال ګریګوري آلیوني له «فرانس انفو» راډیو سره په خبرو کې وویل چې ټوله فرانسه د تیارسی په حال کې ده. وروسته له هغې چې فرانسې د اروپايي ټولنې له نورو غړو د مرستې غوښتنه وکړه، اټیالیا د اور وژنې دوې الوتکې ور لیږلي دي.

د اور له امله تراوسه پورې ۴۰۰ هکټاره ځنګل چې د ساحل پر غاړه پروت دی، سوځیدلی دی. په عین وخت کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، ګیرارد کولومب د سې شنبې په ورځ دغه ټاپو ته ورغلی او ژمنه یې کړې ده چې فرانسه به د اور وژنې له پاره شپږ نوري الوتکې هم وګوماري.

AFP,AP,dpa/K.H