1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند د کاله مهاجر ټولې فرانسه کې تقسيموي

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د فرانسې جمهور رئيس غواړي په کاله ښار کې ميشت مهاجر د هيواد په مختلفو سيمو کې ځای پرځای کړي. په نظر کې نيول شويو ځايونو کې لږ تر لږه د ۹ زره مهاجرو لپاره هستوګنځايونه برابر شوي دي.

https://p.dw.com/p/2QZN6
Frankreich Flüchtlingslager Jungle in Calais
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند غواړي په کاله ښار کې ميشت مهاجر د هيواد په مختلفو سيمو کې ځای پرځای کړي. په نظر کې نيول شويو ځايونو کې لږ تر لږه د ۹ زره مهاجرو لپاره هستوګنځايونه برابر شوي دي.

د فرانسې جمهور رئيس ويلي دي چې د کاله ښار د کمپ مهاجر بايد د فرانسې مختلفو برخو ته وليږدول شي. اولاند چې د شنبې په ورځ د خپل هيواد له رسنيو سره خبرې کولې وويل چې په نظر کې نيول شويو ځايونو کې د ۹ زرو مهاجرو لپاره د اوسيدو ځايونه جوړ شوي دي.

د فرانسې جمهور رئيس وويل چې دغه مهاجر به پنځوس کسيزو ډلو کې تر څلورو مياشتو پورې نويو ځايونو ته وليږدول شي. د هغه په خبره یوازې هغه مهاجر چې د فرانسې د شرایطو سره برابر وي په فرانسه کې به د پاته کيدو حق ترلاسه کړي او پاتې نور به خپلو هيوادونو ته واستول شي.

فرانسوا اولاند په کاله ښار کې د «جنګل کمپ» څخه د ليدنې پرمهال وويل:« فرانسه نبايد د مهاجرو پر تمځای باندې بدله شي.»

هغه زياته کړه، چې حکومت یې په فبرورۍ او مارچ مياشتو کې د دغه کمپ نيمه برخه ويجاړه کړه او پاتې نوره برخه به يې هم له منځه یوسي. خو د کمپ د بشپړ ويجاړيدو د کره وخت په اړه یې څه ونه ویل.

په کاله کې د مرستندويه سازمانانو پر وينا چې په «ځنګل کمپ» کې نږدې ۹ زره مهاجر ژوند کوي. دغه ځاي اوس د مهاجرت د بحران پر یو سمبول بدل شوی دی چې د فرانسې په راروانو انتخاباتي کمپاينونو کې خورا مهم رول لرلی شي.

د دې ټولو سربيره، له زياتې مودې راپه دېخوا د فرانسې په کاله سيمه کې په سلونه مهاجر په ډیر خراب وضعيت کې ژوند کوي. له دغو مهاجرو څخه اکثره یې غواړې بريتانيا ته لاړ شي چې له همدې امله نغواړي خپل د پناه غوښتنې درخواستونه فرانسې ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نورو ځايونو ته د مهاجرو د استولو پر وخت مهاجرو له خپل ځان څخه مقاومت او د پوليسو له تصميم سره يې مخالفت ښودلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.01.2016):