1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا مراح یوازې عمل کړی وو

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

فرانسوي چارواکي اوس دا خبره څیړي چې هغه وگړي چې د درو ماشومانو په ګډون د اوو کسانو د وژنې مسئولیت پر غاړه لري، په بریدونو کې یوازې عمل کړی وو او که ورسره کومې ترهگرې ډلې مرسته کړې وه.

https://p.dw.com/p/14PgQ
انځور: dapd

دغه وگړی تر دې مخکې هم د امریکایانو او فرانسویانو له خوا په نخښه شوی وو. اوس فرانسوي چارواکي دا خبره څیړي چې آیا دغه وگړي یوازې عمل کړی وو او که له هغه سره د القاعدې د ډلې ملاتړ مل وو. دا څیړنې له هغه وروسته پیل شوې چې یوې وړوکې د ترهگری ډلې د تیرو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

د فرانسي لوی څارنوال ویلي دي: «موږ په دې هکله اوس دا پلټنه کوو چې له دې وگړي سره بل چا هم مرسته کړې ده او که نه. بل موږ دا څیړو چې چا دې وګړي ته وسلې ورکړې وې.»

دغه برید کوونکې محمد مراح نومیږي چې د پنج شنبې په ورځ د پولیسو له خوا د هغه په کور کې تر ۳۲ ساعته محاصرې وروسته ووژل شو. پولیسو ویلي دي چې مراح هغه وخت پر سر وویشتل شو چې هڅه ئې کوله چې د خپل د کور د یوې کړکی له لارې وتښتي.

دغه ۲۳ کلن الجزایرالاصله فرانسوي درې فرانسوي سرتیري او د درو ماشومانو په گډون څلور یهودان وژلې ول. مراح ادعا کړې وه چې هغه په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې له خوا روزل شوی وو.

د سایت د استخباراتي ډلې په حواله د «جند الخلیفه» ترهگرې ډلې د فرانسې د تولوز ښار د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. د سایت استخباراتي ډله د افراطي جهادي ډلو انترنیتي پاڼې څیړي. تر اوسه پورې د دغې خبرې پخلی کوم بل سازمان نه دئ کړی.

مراح ویلي وو چې هغه دغه وژنې د فلسطیني ماشومانو د وژنې او په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو د شتون د غچ اخیستلو له پاره تر سره کړې دي. مراح خپل ټول بریدونه په ویدیو کې ثبت کړي دي. هغه د خپل لومړي برید په ویدیو کې چې په کې یو فرانسوي سرتیری وژل شوی دئ ویلي دي: «ته زما ورور ووژنه زه تا وژنم.»

محمد مراح
محمد مراحانځور: Reutes/France 2 Television

د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي ویلي دي چې د ترهګري فعالیتونو د مخنیوي له پاره به په نوو اقداماتو لاس پورې کړي. هغه زیاته کړه: «هر هغه څوک چې په منظمه توګه په انترنت کې د ترهګرو ډلو انترنیتي پاڼو ته ورځي، په کومو کې چې کرکې او زورزیاتي ته تبلیغات کیږي، هغه به تر تعقیب لاندې ونیول شي او جزا به ورکړل شي.»

امریکا او فرانسې مراح په نخښه کړی وو

فرانسوي اسختباراتي شبکې تر بریدونو مخکې افغانستان او پاکستان ته د مراح د سفرونو په اړه معلومات درلودل. مراح له ۲۰۱۰ کال راهیسي متحده ایالاتو ته د سفر کولو اجازه نه درلوده. ویل کیږي چې هغه په فرانسه کې هم ځینې جرمونه کړي ول.

دا هم ویلي شوي دي چې مراح د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په افغانستان کې نیول شوی وو چې وروسته امریکایي ځواکونو ته ورسپارل شوی وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اوس باید دغه موضوع وڅیړل شي او د مراح قضیه روښانه شي. پولیسو ویلي دي چې د مراح مور، ورور او ملگرې د څیړنو په موخه نیول شوي دي. ویل شوي دي چې د مراح ۲۹ کلن ورور له یوې عراقي اسلام پالې ډلې سره اړیکه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض