1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د «ځنګل مهاجرکمپ» د منحلولو قاطع اراده

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ شهریور ۱۳, شنبه

فرانسې، د هیواد په شمال کې د «ځنګل» په نوم د مهاجرو کمپ د منحلولو جدي اقدامات پیل کړي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ويلي چې په عین حال کې د هیواد په نورو برخو کې د زرونو مهاجرو لپاره هستوګنځایونه رغول کیږي.

https://p.dw.com/p/1JvD0
Frankreich Flüchtlingslager Jungle in Calais
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د فرانسې دکورنیو چارو وزیر برنارد کازنو مخکې تر دې چې د «جنګل» په نوم د مهاجرو کمپ څخه لیدنه وکړي، ویلي دي چې دغه کمپ به تړي. هغه یوې ځايي رسنۍ سره د دغه کمپ د تړلو په باب څرګندونې کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې د «ځنګل» کمپ د تړلو په موخه یې پیل شوي اقدامات« په ډیر کلک قاطعیت» سره پر مخ روان دي.

هغه دغه څرګندونې پرون مخکې تر دې چې له دغه کمپ څخه د درو ساعتونو لپاره لیدنه وکړي، وکړې. د کورنیو چارو وزیر وویل، د فرانسې په شمال کاله ساحلي ښار کې پروت دغه کمپ به په څو مرحلو کې منحل شي. هغه دغه راز زیاته کړه چې په عین حال کې به د مهاجرو لپاره د فرانسې په نورو سیمو کې هستوګنځایونه جوړ شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر «نورد لتورال» ورځپاڼې ته وویل: « مونږ د دغه کمپ لویدیځه برخه د مارچ میاشتې په لمړیو کې منحل کړه او مونږ دغه کار د کمپ په شمالي برخه کې هم پيل کړی دی».

۷۰۰۰ مهاجر

کازنو دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د فرانسې د وزیرانو کابینې پر له پسې ژمنه وکړه چې د ځنګل کمپ به منحل کوي. د فرانسوي چارواکو پر وینا په ځنګل کمپ کې شاوخوا ۷۰۰۰ مهاجر ژوند کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل، چې په نظر کې لري تر راتلونکي کال پورې، ۵۰۰۰ مهاجرو ته د هستوګنځایونو امکانات برابر کړي. هغه د پولیسو د یوې اتحادیې هغه خبره چې ویلي وو د کاله یا ځنګل په کمپ کې ۱۰ زره مهاجر اوسیږي، رد کړه.

د کمپ ډیری اوسیدونکي افغانان، سومالیايان، سوډانیان او کُردان دي. اکثره دغه مهاجر په دې تمه په دغه کمپ کې پراته دې تر څو وشي کړای د مانش تونل له لارې په قاچاقي توګه بریتانیا ته ځانونه ورسوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژمن شو چې د مانش تونل او بندر د شاوخوا برخو د ساتنې په موخه به ۲۰۰ تنه نور پولیس هم واستوي. دغې سیمې کې تر دې د مخه ۱۹۰۰ تنه پولیس ځای پرځای شوي وو.

د فرانسې شمال کې د ساحلي ښار کاله له ځنګل کمپ څخه د اکتوبر میاشتې راپدیخوا څه باندې ۵۰۰۰ مهاجر وتلې او په ۱۶۱ مرکزونو کې چې د دغه هیواد په مختلفو برخو کې رغول شوي، ځای پرځای شوي دي.

کازنو وویل، چې د سپټامبر میاشتې په پاې کې به ولسمشر فرانسوا اولاند هم له « ځنګل» کمپ څخه لیدنه وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.05.2016):