1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه ـ په بار کي اورلګېدني ۱۳ ځوانان ووژل

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

د فرانسې په شمال کي په يو بار کي اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژلي دي. وژل سوي اکثره کسان ځوانان دي.

https://p.dw.com/p/1JcZX
Frankreich Feuer 13 Tote Rouen
انځور: Getty Images/AFP/M. Alexandre

د فرانسې د پوليسو په وينا د اورلګېدني دغه پېښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې، چي د دغه بار په زيرخانه کي د ږېږېدني د کليزي مېلمستيا روانه وه.

زياته سوې چي د شمالي فرانسې په غوئن نومي ښار کي د دغي پيښي له کبله ۶ انسانان سخت ژوبل سوي هم دي. دا معلومات د پوليسو يوې وياندي د شنبې په سهار (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۶مه نېټه) ورکړل.

پلټونکي اټکل کوي چي د اورلګېدني دغه پېښه به د حادثې په نتيجه کي رامنځ ته سوې وي. د کوبا ليبرې بار په نوم دغه ځای کي د شپې په منځ کي د اورلګېدني اصلي لاملونه لا تر اوسه نه دي څرګند.

بعضو رسنيو په لومړي سر کي داسي راپورونه هم ورکړي ول، چي هلته چاودنه سوې ده. خو د پوليسو وياندي ويلي دي چي په دغه پيښه کي هيڅ کومه چاودنه نه ده سوې.

د فرانسوۍ ورځپاڼي «پاريس نورماندي» د راپور پر اساس هغه څارنوالان چي د پيښي ځای ته ورغلي ول، هغوی هم اټکل کړی چي دغه يوه حادثه وه. د دغي ورځپاڼي په وينا ښايي بعضو د سيمي اوسېدونکو د ګرمي له کبله د ښيښو ماتېدنه د چاودني سره غلط کړې وي.

د وژل سوو کسانو هويت تر اوسه نه دی څرګند، خو په هکله يي ويل کيږي چي عمرونه يې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ دي. د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي دغه ځوانان د يوې کليزي د لمانځلو له پاره د شرابخانې يا بار په دغه لاندني منزل کي سره راټول سوي ول. ويل سوي چي اور هغه وخت بل سو، کله چي مېلمنو هڅه کوله چي پر کيک ولاړ شمان ولګوي.

د اوروژني کارونو د سهار تر ۳ بجو پوري وخت ونيوی. د فرانسې د کورنيو چارو د وزارت په وينا د اور وژني په کارونو کي ۵۰ چارواکي پر ځای حاضر ول. وزارت د اوروژونکي عملې د کار ستاينه کړې ده. د کورنيو چارو وزير بېرنارد کازنيف ويلي چي د پيښي پلټني لا ادامه لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.10.2014):