1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه له افغانستان څخه خپل سرتیري باسي

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د فرانسې د پوځونو ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي چې فرانسه به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان څخه خپل ۲۰۰ تنه سرتیري راوباسي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به د افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري را ووځي.

https://p.dw.com/p/12ef8
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: AP

د فرانسې د پوځونو ویاند ډګروال، تیري برکارد، په پاریس کې یوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي چې د افغانستان څخه به د روان کال د اکتوبر د میاشتې تر پایه، ۲۰۰ تنه سرتیري راووځي.

د فرانسې ولسمشر، نیکولا سارکوزی، د جون په میاشت کې اعلان کړې وو چې فرانسه به د افغانستان څخه خپل سرتیري په هغه سرعت راوباسي په کوم چې د امریکا متحده ایالاتو د خپلو پوځونو راویستل پیل کړي.

په پام کې ده چې د فرانسې د ۴۰۰۰ سرتیرو څخه چې د ناټو په مشرې په ماموریت بوخت دي، له جملې څخه به د ۲۰۱۲م کال تر پایه ۱۰۰۰ تنه سرتیري بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

افغان ولسمشر حامد کرزې د خپل سیال نیکولا سارکوزي سره په پاریس کې
افغان ولسمشر حامد کرزې د خپل سیال نیکولا سارکوزي سره په پاریس کېانځور: AP

په نږدې اونیو کې د فرانسې دولت د اپوزیسیون له لوري د سخت فشار سره مخامخ شوی، چې د افغانستان څخه د سرتیرو د راویستلو لړۍ باید ګړندې کړی شي. دا پداسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت د فرانسوي سرتیرو مرګ ژوبله هم لوړه شوې.

يواځې په روان کال کې ۲۳ تنه فرانسوي سرتیري وژل شوي دي. په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر رپرځیدو وروسته ۷۵ تنو فرانسوي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی