1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه له نورو بريدونو بيره لري

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

د فرانسې د لومړي وزير مانويل والس، په خبره افراطي ډله «اسلامي دولت» په پاريس کي تر بريدونو وروسته په نورو اروپايي هيوادونو کي هم د يرغلونو خيال لري.

https://p.dw.com/p/1H6OQ
انځور: Getty Images/T. Chesnot

د فرانسې لومړي وزير مانويل والس په پاريس، کي تر بريدونو وروسته د داعش له خوا په نورو اروپايي هيوادونو کي له بريدونو څخه خبرداری ورکړی دئ.

هغه له «RTL» راډيو سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ پوهيږو چي نه يوازي په فرانسه، بلکي په نورو اروپايي هيوادونو کي هم د تروريستي عملياتو د ترسره کولو تياری نيول کيږي.»

هغه زياته کړې ده: «موږ به ډېر وخت له دغه گواښ سره سرو کار ولرو.» والس، ويلي دي په راتلونکو ورځو او اوونيو کي په پاريس کي د يرغلونو په شان په فرانسه او نورو اروپايي هيوادونو کي د نورو بريدونو امکان هم نه ردوي.

د فرانسې لومړي وزير پر فرانسويانو د «بيدارۍ» ږغ کړی دئ او ويلي ئې دي چي له دغه گواښ سره د هر انسان جلا جلا چلن به هغه (تروريستي گواښ) له منځه يو سوې.

والس روښانه کړې ده چي بريدونه «په سوريه کي پلان سوي، او لارښوونه ئې سوې وه.» هغه زياته کړې ده: «داعش به زموږ پرضد جنگ و نه گټي، خو کوښښ کوي چي فرانسه کمزورې کړي.» هغه ټينگار وکړ چي فرانسه به داعش دړي وړي کړي.

د فرانسې هوايي ځواک د يکشنبې په ورځ د سوري په رقه ښار کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پر مېشت ځايونو باندي سختي بمبارۍ وکړې.

د فرانسې د دفاع وزارت په خبره په دغو بمباريو کي د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو د روزلو يو کمپ، د قوماندې مرکز او وسله تون بمبار سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب