1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه هم د افغانستان سره د يوه ستراتيژيک تړون لاسليکول غواړي

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي فرانسې د افغانستان سره د يو ستراتيژيک تړون د لاسليکولو وړانديز کړی دی، او ولسمشر کزی به په ترکيه کي د استانبول تر غونډي مخکي په يوه درې اړخيزه غونډه کي گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/131zF
افغان جمهوررئيس حامد کرزی او د فرانسې ولسمشر نيوکولا سرکوزي
افغان جمهوررئيس حامد کرزی او د فرانسې ولسمشر نيوکولا سرکوزيانځور: AP

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د يکشنبې په ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، چي فرانسې د اوږدې مودې د همکاریو په موخه د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره افغان چارواکو ته خپل وړانديز کړی. او په پام کي ده، چي د بن د دوهم نړيوال کنفرانس تر مخه به لاسليک سي.

د هغه په خبره ددغه سند د لاسليکولو څخه د افغان حکومت هغه هلي څلي دي چي غواړي د نړيوالي ټولني سره ښې او پراخي اړیکي ولري.

« هيله مند يو چي دغه سند به د افغانستان هغه لاسته راوړنو ته نوره هم گټه ورسوي، چي په امنيتي، سياسي او اقتصادي برخه کي يې لري.»

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چي فرانسې په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي د امنيت د ټينگښت له پاره ډيري قربانۍ ورکړي او اوس هم ددغه هيواد ځواکونه په کاپيسا ولايت او سروبي ولسوالۍ کي مېشت دي.

هغه دغه راز زياته کړه، چي فرانسې د افغانستان سره د مرستو په لړ کي تر اوسه پوري شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالره مرسته کړې.

د ترکيې، افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان
د ترکيې، افغانستان او پاکستان جمهور رئيسانانځور: AP

په دې خبري غونډه کي د افغانستان د کورنيوچارو وزارت وياند دغه راز وويل، چي ټاکل سوې جمهوررئيس حامد کرزی به د استانبول د کنفرانس يوه ورځ دمخه په ترکيه کي د پاکستان او ترکيې له چارواکو سره په يوه درې اړخيزه غونډه کي گډون وکړي.

د هغه په خبره د استانبول کنفرانس، چي د « په افغانستان کي د امنيت د ټينگښت او سيمه ييزي همکاریو» په نامه ياد سوی د نومبر د مياشتي پر ۲ نېټه به پيل سي.

نوموړي وويل، په روان وخت کي افغانستان په سيمه کي د ډيرو هيوادونو سره ژوري اړيکي لري او د استانبول د کنفرانس ځانگړتيا په دې کي ده، چي په سيمه کي د ټولو هيوادونو گټي او تاوانونه سره شريک دي او بايد د صادقانه همکارۍ له پاره هو‌ډ وکړي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل