1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه يو پر اتم فاينل ته راونه وتل

۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA ددولسمي ورځي د AاوBد گروپ څخه جنوبي افريقا فرانسې ته 2پر 1 ، اوروگوای مکسيکو ته 1پر صفر ،جنوبي کوريااو نايجريا 2پر 2 مساوي، او ارجنټين يونان ته 2پر صفر ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/O0Qc
انځور: AP

ددغي ورځي اولي دواړه مسابقې چه پر يوه وخت تر سره سوې ،اوله يې د فرانسويانو دپاره په ښه ډول پای ته ونه رسيدل . د فرانسې په ملي ټيم کښي د ورځو ورځو شخړو، د انيلکا او ټرينر تر منځ دعوې او فرانسې ته د هغه ترليږلو او مسابقو تر بايکاټ کولو وروسته، اوس فرانسويانو دجنوبي افريقا د فټبال په نړيوالو مسابقو کښي هم چنداني مهارت او تخنيک ونه ښوی ،او پر جنوبي افريقا يې ميچ بايلوی .

د A دگروپ څخه په دغه مسابقه کښي فرانسې فقط يوه نمره يووړه ،او يو پر اتم فاینل ته تر ورختو دمخه د فټبال د نړيوالي اتلولۍ د اولي دورې څخه لا خارجه سوه .

د جنوبي افريقا د ټيم څخه په 20 دقيقه کښي کومالو فرانسې ته يو گول ورکی . په 25 دقيقه کښي فرانسوي گورکوف ته سور کارټ ورکول سواو ديوه نفر تر کميدو وروسته په 37 دقيقه کښي اِم فيلا ورته يو بل گول ورکی .

Griechenland Argentinien WM Fußball Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي اتلولۍ د ټولو مسابقو يوازنی گول بيا فرانسوي والودا په 70 دقيقه کښي جنوبي افريقايانو ته ورکی .

پداسي حال کښي چه د کوربه هيواد جنوبي افريقايانو دا يوه لويه آرزو وه ، چي د فټبال دنړيوالو مسابقو نورو دورو ته راووزی ، او اوس يې دغه تخيل هم د خاورو سره برابر سو ، خو بيا يې هم ټرينر پارايراد فرانسې په مقابل کي دمسابقې څخه ډير راضي ؤ . او وايي،

« که سړی فرانسويانو ته په هغه امکاناتو او مهارت سره چي لري يې، وگوري ، نو زه زموږ په ځوانانو باندي افتخار کوم . سړی ويني چي موږ د اوله سره په څه ډول بازي کوله . همهغه وخت چه لا فرانسويان 11 تنه وه ، موږ پر ښه ؤ . زموږ ځوانانو ثابته کړه ،چي دوی به ډيره وده وکي . »

پارايرا تر ميچ وروسته د ټرينرۍ څخه استعفأ ورکړه .

Nigeria - Südkorea WM Fußball Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

په همدغه گروپ کښي بيا دوهمه مسابقه چي د مکسيکو او اوروگوای تر منځ وه ، د اوروگوای په گټه تمامه سوه، او مکسيکو ته يې په 43 دقيقه کښي يو گول ورکی .

دنن ورځي د دوهمي دورې مسابقې بياچي د جنوبي کوريا - نايجريا او ارجنټين- يونان تر منځ تر سره سوې ، ارجنټين او جنوبي کوريا وگټلې .

Frankreich Südafrika WM Fußball Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

يونان چه د نن ورځي مسابقه ددوهم واري جهاني قهرمان ارجنټين په مقابل کي صفر پر 2 سره بايلول ، او تر ډيره وخته پوري يې مقاومت هم وکی ، لمړنی گول يې په 77 او دوهم په 89 دقيقه کښي وخوړی . خو جنوبي امريکايانو يوازي گولونه ونه لگول ، بلکه جنوبي کوريايانو هم گولونه ولگول .

جنوبي کوريا که څه هم د نايجريا سره2پر 2 مساوي سول ، خو دا د جنوبي کوريايانو دپاره کفايت وکی ، چي يو پر اتم فاينل ته راووزي .

Frankreich Südafrika WM Fußball Weltmeisterschaft Flash-Galerie
انځور: AP

پدې وسيله نو د A دگروپ څخه اوروگوای او مکسيکو او د B دگروپ څخه جنوبي کوريا او ارجنټين يو پر اتم فاينل ته راووتل . د يو پر اتم فاينل مسابقې چي د جون پر 26 شروع کيږي ، په دغه ورځ به اوروگوای د جنوبي کوريا او پر 27مه به بيا مکسيکو د ارجنټين سره مخامخ سي .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي سلوانیه د انگلستان ، امریکا د الجزایر ، گانا د جرمنی او اسټرالیا د صربستان په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو

بريتڅ/محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل