1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: په پارلماني ټاکنو کې د مکرون د ګوند بری

۱۳۹۶ خرداد ۲۲, دوشنبه

په ولسمشریزه ټاکنو کې تر بري يوه مياشت وروسته رئيس جمهور امانويل مکرون د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې هم ستر بری ترلاسه کړی. د ده له خوا پیل شوی غورځنګ د يوه قوي ځواک په توګه راڅرګند شوی.

https://p.dw.com/p/2eVOT
Emmanuel Macron
انځور: picture-alliance/abaca/C. Liewig

د فرانسې د دې نوي ولسمشر ګوند په واضح اکثريت سره پارلمان ته لار موندلې ده. د ده غورځنګ چې «نه يې ښي او نه هم کيڼ اړخ» پورې ځان تړلې وو، د ټاکنو په لومړي پړاو کې د تر ټولو قوي ځواک په توګه راڅرګند شو.

په پاريس کې د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په شپه وويل چې د «La République En Marche» ګوند او متحد ګوند منځنۍ ګوند يې MoDem په ټاکنو کې ۳۲،۲ سلنه رای خپلي کړي دي. له دې سره دا ګوندونه ډير ښه چانس لري چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ملي اسامبلۍ د ۵۷۷ څوکيو څخه ۴۰۰ وګټي چې دا به قاطع اکثريت وي. په دې توګه به مکرون وکولای شي د پلان شويو اصلاحاتو له پاره په ۱۹۵۸ م کال کې د پنځم جمهوريت تر رامنځته کيدو راهيسې د ټولو مخکنيو ولسمشرانو په پرتله په پارلمان کې ستر ملاتړ ولري.

ناکام شوي مخالفين

په عين وخت کې رای ورکونکو نورو ګوندونو ته د خپلو رايو په نه ورکولو سره دوی جزايي کړي. محافظه پال ګوند د ولسمشريزه ټاکنو د خپل کانديد فرانسوه فيون تر ناکامۍ وروسته د انتقام اخيستو په تمه ول. خو د ۲۱،۶ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره یې دويم مقام خپل کړ او په نوې اسامبلۍ کې به يوازې ۱۰۰ څوکۍ ولري.

د مکرون د سلف فرانسوه اولاند سوسيالستانو چې تر اوسه یې په پارلمان کې ډير واک درلود، د معتدل کيڼ اړخه متحد ګوند سره په شريکه يوازې ۹،۵ سلنه رای ترلاسه کړې.  د دوی مشر ژان کرستوف کامباديلس په پارلمان کې د يوه «رښتوني اپوزيسيون» د نه شتون څخه خبرداری ورکړ.

Frankreich Staatspräsident Macron wählt in Le Touquet
انځور: Reuters/C. Petit Tesson

ښي اړخه عوام پالونکې مارين لې پين هم سخته ماته وخوړه. د دې ملي جبهې ګوند ۱۳،۲ فيصده رای واخيستې او په دې توګه به په پارلمان کې د يوې جناح په رامنځته کولو ونه توانيږي. ځکه چې د يوې حناج د رامنځته کولو له پاره لږ تر لږه ۱۵ څوکۍ ته اړتيا ده. د ژان لوک ملانشن ګوند هم د ۱۱ فيصده رايو په ترلاسه کولو سره تر هغې کمې رای واخيستې چې تمه یې کيدله.

له ټاکنو ستړي فرانسويان

په دوو نوبتونو کې د اکثريت رایو حق د کوچنيو ګوندونو له پاره پارلمان ته لار موندل ستونزمن کړي دي. هغه کانديدان پارلمان ته انتخابيږي چې په پای کې په خپل ټاکنیز مرکز کې تر نورو مخکې وي. په زياتره ټاکنیزو حوزو کې تصميم د ټاکنو په وروستي پړاو يعني راتلونکي يکشنبه نيول کيږي.

د مکرون مخالفينو په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګه ګډون په هلکه انديښنه څرګنده کړه. دا ځل د رايو د هرو دوو مستحقو څخه يي يوازې يوه خپله رای کارولې ده. پنځه کاله تر مخه په ټاکنو کې کابو ۵۷ فيصده د رای اچونې مستحقو ګډون کړې وو.