1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: په یوه ترافیکي پيښه کې ۴۲ تنه وژل شوي

۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

په فرانسه کې د یوه سرویس او بار وړونکي لارۍ تر منځ د ټکر په پایله کې ۴۲ تنه وژل شوي دي. دغه خبر ځایي چارواکو ورکړی دی. په پیښه کې پنځه تنه ژوندي ژغورل شوي، چې ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1Gt16
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې په سویل لویدیځ کې یوې ترافیکي پیښې د ۴۲ انسانانو ژوند اخیستی دی. لکه څرنگه چې د فرانس پرس خبري آژانس د ځایي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی د بوردو، سیمې د ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې یو سرویس موټر له بار وړونکي لارۍ سره جنگیدلی دی.

د اطفایې د ویاند په وینا په وژل شوو کسانو کې د لارۍ چلوونکي او د سرویس موټر سپرلۍ شاملي دي چې زیاتره برخه یې د زاړه عمر لرونکي کسان جوړوي. د لومړنیو رپوټونو له مخې سرویس موټر اور اخیستی دی. زیاته شوې ده چې د موټر له سپرلیو څخه یوازې لږ کسان ژغورل شوي دي.

Karte Frankreich Busunfall Puisseguin Deutsch

زیاته شوې ده چې له سوځیدلي سرویس موټر څخه پنځه تنه ژوندي ژغورل شوي دي چې ټپیان دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په وینا په پیښه کې وژل شوي ټول کسان فرانسوي وگړي دي.

دا په فرانسه کې په تیرو دیرشو کلونو کې تر ټولو خونړۍ ترافیکي پیښه ده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند یونان ته د خپل سفر په ترڅ کې دا یوه ډیره غمجنه پیښه بللې ده.