1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه کې د مهاجرو شمیر مخ په زیاتیدو دی

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۳۱, یکشنبه

په کاله کې د مهاجرو شمیره د تیر کال څخه چې د مهاجرو د رش کال وو؛ هم پورته تللې. چارواکي اوس په دې کوښښ کې دي چې مهاجر له دغې سیمې څخه د فرانسې نورو سیمو ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/1JmOJ
Frankreich Flüchtlingslager Jungle in Calais
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

یوه نوې څېړنه ښيي چې د فرانسې په بندري ښار کاله کې د مهاجرو شمیره مخ په زیاتیدو ده، حاضر دمه د دغه ښار په ساحل کې ۶۹۰۰ تنه مهاجر ژوند کوي. په کاله کې په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو کمپونه جوړ شول، د هغه وخته راپدیخوا د دغه ښار ادارو په دومره لوړه شمیره مهاجر نه وو ثبت کړي.

د مرستندویه سازمانونو په اند، د مهاجرو شمیره حتی له دې هم لوړه ده. څه موده مخکې هغوې د څه باندې ۹۰۰۰ مهاجرو خبره کوله. د کاله ښار ادارې له څو میاشتو راپديخوا هڅې کوي تر څو مهاجر له دغه ښار څخه بهر نورو غیر هستوګن ساحلي سیمو ته انتقال کړي. دوی دغه کار ځکه کوي چې په کاله ښار کې یې د مهاجرو شمیر کم کړی وی.

د مهاجرو د مخنیوۍ په موخه

د فرانسې په دغه بندري ښار کې له کلونو راهیسې مهاجر په دې تمه چې په غیر قانوني توګه بریتانیا ته واوړي د انتظار ژوند تیروي. د مهاجرو د زیاتیدو له امله، د «مانش کانال» او بندر د مهاجرو د مخنیوۍ په موخه په کلکه کنترولیږي. مانش کانال چې ۵۲ کیلومتر اوږدوالی لري، د فرانسې کاله ښار د بریتانیا د فولکستون ښار سره نښلوي.

د کاله ښار اداراتو د تیرکال په مني کې ۶۰۰۰ مهاجر ثبت کړي وو چې وروسته یې شمیره ښکته شوه. خو د روان کال په جون میاشت کې بیا چارواکو د ۴۵۰۰ تنو مهاجرو خبره کړې وه.

دغې سیمه کې حکومت د ۱۹۰۰ تنو لپاره کانتینري کوټې جوړې کړي دي. سیمې ته نژدې د «جنګل کمپ» دی. په مارچ میاشت کې دغه کمپ څه ناڅه تخلیه شو، خو د هغې سربیره، په زرونه مهاجر د فرانسې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

اوس د کاله بندر د «کاله جنګل» یا د جنګل په کمپ شهرت موندلی دی. د دغه ښار د چارواکو پر وینا، له تیرکال راپدیخو، د کاله ښار څخه څه باندې ۵۳۰۰ مهاجر د فرانسې مختلفو سیمو ته ولیږدول شول. دوې وايي چې نور کمپونه به هم جوړ شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.01.2016):