1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسويان خپل ولسمشر ټاکي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14qnU

په فرانسه کي نن د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم او وروستی پړاو پيل سو. په ټوليزه توگه پر۴۵ ميليونه فرانسويانو ږغ سوی دئ چي خپله رايه وکاروي. د دغو ټاکنو پايلي به فيصله کوي چي اوسنی ولسمشر او کانديد نيکولاس سارکوزي به د نورو پنځو کالو له پاره ولسمشر پاته سي او که د هغه پر ځای به د سوسيالست گوند مشر او کانديد فرانسوا اولانده ولسمشر سي. د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کي سارکوزي تر اولاند يو اعشاريه پنځه فيصده لږي رايي تر لاسه کړي وې. اولانده ويلي ده چي که ولسمشر سي نو به د اروپايي ټولني د مالي چارو په ځانگړي تړون کي د بدلونونو غوښتنه وکړي چي دغه خبري په المان کي اندېښنې راولاړي کړي وې.