1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسويان غواړي دفارس په خليج کي خپل بيرغ پورته کړي

۱۳۸۸ خرداد ۵, سه‌شنبه

نن سه شنبه دفرانسې جمهوررييس نيکولای سرکوزي دهورموز په مهمه ستراتيژي لار کي دفرانسويانو يوه پوځي هډه پرانستله ...

https://p.dw.com/p/HxcH
دفرانسې جمهوررييس نيکولای سرکوزي په عربي متحده امارتو کي دفرانسويانو د پوځي هډې د پرانستلو د مراسمو پر وخت
دفرانسې جمهوررييس نيکولای سرکوزي په عربي متحده امارتو کي دفرانسويانو د پوځي هډې د پرانستلو د مراسمو پر وختانځور: AP

که څه هم په ظاهره کي داسي ويل شوي چي دغه هډه يوازي داکمالاتو دپوره کولو دپاره جوړه شوې خو هسي چي ليدل کيږي ، کيدای سي ډير ژر ديوې عملياتي هډې بڼه غوره کړي .

فرانسويان په اقتصادي، سياسي او نظامي ډول سره خليج ته ورنږدې کيږي او عربي متحده امارتونه هم ورڅخه په ورين تندي هرکلی کوي . په 2003 ميلادي کال کې د عراق د جگړې له پيل راهيسې،د دغه تېل لرونکي هيواد کړنلاره بدله شوې او دا غوره گڼي، چې نه بايد هر څه د امريکايانو په لاس کې وي، بلکه نور ملگري ځواکونه هم ښايي خليج ته وروبلل شي.

د امريکې متحده ايالتونو په دې پرېکړې سره چې صدام حسين راوپرځوي، د خليج پر غاړه پرتو هېوادونو باندي پښه کښېښوله . همداشان پر عراق باندې د امريکې حملې هغه سنگر مات کړ، کوم چې عراق د ايران په مقابل کي نيولی ؤ. له دې سره ايران ورو ورو د سيمې په لوی ځواک او قدرت بدل شو - دا کار د هغه څه برعکس وو، چې د خليج ټولواکمنو(شاهي رژيمو) غوښتۍ . ددوی سره دا احساس راپيدا سو، چې د بوش تر مشرتابه لاندي د امريکې متحده ايالتونه سوکه سوکه دا توان له لاسه ورکوي، چې بنسټيز غبرگون وښيي او د خپلو کړو وړو ستراتيژکي عواقبوته پاملرنه وکوي.

د دې پس منظر پر بنياد فرانسې او عربي متحده امارتونو تېرکال په ابوظبي کې د يوې فرانسوۍ نظامي هډې د موجوديت تړون سره لاسليک کړ. د خليج نورو هېوادونو ورته ستراتيژي تر لاس لاندې ونيوله .

په ابوظبي کې د نظامي کارپوه ايميل هوکايم Emile Hokayem له قوله، دوی د خپل امنيت په خاطر مسئوليت ته نړيواله بڼه ورکړه . هوکايم وايي،«دوی پوهيږي، چې د دوی امنيت په وسلو او پوځ پوري تړلی نه دئ، بلکه بايد د نړيوالې ټلوالي يوه برخه وي . نو ځکه هر نړيوال ځواک ته د خپل امنيت يوه برخه ورسپاري . له همدې کبله د فرانسې سمندري هډه راځي او له همدې کبله قطر ته د جورج واشنگټن پوهنتون - نو دوی غواړي تر څو چې امکان لري هغومره زيات ملگري ولري . طبيعي خبره ده چې داملگري بايد تکړه او زورور وي . دا يوه ډېره هوښياره ستراتيژي ده . دوی په لوی لاس سره ځانونه د نړيوال سياسي او اقتصادي جوړښت يوه برخه جوړوي .»

ابوظبي
ابوظبيانځور: picture-alliance/dpa

برعکس په ايران کې بيا دخليج په سيمه کې د لويديزو نظامي ځواکونو ډېرښت اندېښنه راپورته کوي . بيا هم هوکايم په دې ارتباط څرگندوي،«د خليج عربي هېوادونه غواړي سيمه ايز امنيت ته نړيواله بڼه ورکړي . خو ايران بيا برعکس له سيمې څخه د ټولو بيگانه عسکرو وتل غواړي؛ نو په هغه صورت کې به بيا ايران دلته برلاسی وای . د خليج هېوادونه دا حق لري، پخپله پرېکړه وکوي، چې له چا سره ملگري کيږي . ايران بياهم دا حق لري، چې ورباندې د تېري نه کولو ژمنې تر لاسه کړي . د دې کارونو سرته رسونه په ډيرو فکتورونو پوري تړلي دي، له سيمې څخه دباندي هم . »

سرکوزي غواړي له ابوظبي څخه د خپلي کتني پر موقع د فرانسوي جنگي الوتکو رافالې Rafale د پلورنې موضوع هم رامنځ ته کړي؛

عربي امارتونو څو کاله دمخه پاريس ته د 60 ميراژ ډوله جيټ الوتکو او 400 ټانکونو فرمايش ورکړي وو. سرکوزي به د خپلو زروي کمپنيو وړانديزونه هم کوي، کله چې په راتلونکي کال کې عربي متحده امارتونه له اتومي انرژۍ څخه د صلحيزې گټې اخيستلو ډگر ته ورننوزي . خليج ته د فرانسې د لاس اچوني په اړوند، په ابوظبي کې ددغه هېوا سفير په لنډ ډول سره وايي : موږ غواړو هلته شته وو، چېرته چې بايد شته وو؛

د دې سيمې اهميت ورځ په ورځ زياتيږي . عربي امارتونه به فرانسې ته هېڅکله د امريکې د ځای نيونکي په سترگه ونه گوري، خو د هغه ديو بشپړوونکی.

کونتوپ/عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري