1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي فلم د برلین د فلمونو فیستیوال پرانیست

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

د برلین د فلمونو فیستیوال د پنج شنبې په ورځ پیل شو. دغه فیستیوال د «د خدای په امان زما پاچاگۍ» د فلم په ښودلو سره پرانیستل شو. په دغه فیستیوال کي ۴۰۰ فلمونه نندارې ته وړاندي کیږي.

https://p.dw.com/p/141Cm
انځور: picture alliance/landov

د برلین د فلمونو ۶۲م فیستیوال د پنج شنبې په ورځ د تازه فلمونو په اعلانولو سره پیل شو. په دغه فیستیوال کي به د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه فلمونه نندارې ته وړاندي شي.

د برلین د فلمونو فیستیوال د پنج شنبې په ورځ (د فبروري د میاشتي ۹مه نیټه) د یو فرانسوي فلم په ښودلو سره پرانیستل شو. د هغه تر څنګ د چین او متحده ایالاتو فلمونه هم اعلان شول. سږ کال په دغه فیسیوال کي د جنوب شرقي اسیا له هیوادونه څخه هم ځیني فلمونه شامل دي.

د برلین د فلمونو د فیستیوال منصفه هئیت ډیر سخت کار په مخ کي لري. د دغه هئیت مشري بریتانیوي فلم جوړوونکی مایک ليا کوي. اتلس فلمونه به د اصلي جایزو د ګټلو له پاره سره سیالي وکړي. په دغه فیستیوال کي به تر ټولو ښه فلم ته د طلاوو د خرس جایزه ورکړل شي.

د آلمان د فلمونو په فیستیوال کي د هالیود او د نړۍ د نورو سینماګانو ستورو ګډون کړی دﺉ. په دغو ستورو کي د هالیود لوبغاړي انجلینا جولي او د بالیود لوبغاړی شاه رخ خان هم شامل دي.

د برلین د فلمونو په فیستیوال کي به ۴۰۰ فلمونه نندارې ته وړاندي شي. دا د ګډونوالو د شمیري له پلوه په نړۍ کي د فلمونو تر ټولو لوی فیستیوال دﺉ.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: سید ریاض