1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي ځواکونه په مالي کي پلي جنگيږي

۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17KvI

فرانسوي ځواکونه غواړي اوس د ټانکونو او زره پوښونو پوسیله په مالي کښي د اسلامي یاغیانو په مقابل کي وجنګیږي. د فرانسې د خبري آژانس په حواله د مالي له پایتخت بماکو څخه د جنګي ټانکونو یوکاروان د مالي د شمال پر خوا حرکت کړی دی. د مالی د یوه بل ښار نینو څخه هم فرانسوي او مالي پوځونه په ګډه سره د زره پوښونو پوسیله د ډیابالي پر خوا حرکت کړی دی. د جرمني حکومت غواړي په مالي کښي د اسلامي یاغیانو پر ضد عملیاتو سره لوژیستیکي کومکونه وکړي او د طیارو له لاري د نظامي ترانسپورټو ملاتړ وکړي. د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل نن چهارشنبه په برلین کښي د لوېديځي افریقا د اقتصادي اتحاد د مشر الحسن اواتارا سره په مالي کښي د نورو اقداماتو په باب خبري کوي.